لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سرحد ته نږدي یو پاکستاني عسکر وژل شوئ


پاکستاني مقامات وایي چې د افغانستان سر حد ته نږدې د پاکستان په یوه پوځي کتار باندې د راکټ په حمله کې د پاکستان یو عسکر وژل شوئ او بل زخمي شویدئ.

مقامات وایي چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو طرفدارانو تېره شپه د سرک د غاړې یوه پوسته په کم تر کمه ١٢ راکټونو وویشتله.

دغه راز اسلامي مبارزینو ددې نه مخکې په همدې علاقه کې په یوه پوځي کتار باندې حمله کړې وه دوه عسکر یې وژلي وو او دوه یې زخمیان کړي وو .گمان کېږې چې دا د طالبانو د طرفدارو قبایلو کار ؤ.

د پاکستان پوځي قواوو په هغو ځایونو متقابل گزارونه کړې چې د حمله کونکو د مرکزونو گمان پرې کېده.

له بلې خوا پرون په کندهار کې یو موټر بم چاودلئ څلور ولسي خلک یې وژلي او دیارلس یې زخمیان کړي دي. د حملې په وخت کې د کندهار والي د کاناډایي عسکرو په بدرگه لدې سیمې نه تېرېده.، خو د حملې نه بچ شوئ دئ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG