لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دترکېې سره دکردستان دکارگرو گوند په خلاف همکاری زیاتوی


دامریکادبهرنیو چارو دوزارت مرستیال ډینل فرائډ وائې، امریکا دترکېې سره دکردستان دکارگرو دگوند ‏(‎PKK ) یا کانگره گل ترورستی ډلی په خلاف همکاری زیاتوی. ښا غلې فرائد وویل، امریکایان دترکېې ناامیدی درک کولای شی چې ددغې ډلې دحملو سره مخامخ ده . دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت په قول ‏(‎PKK ( او ددغې ډلې نورومربوطو څانگو په تیر کال کې تشدد زیات کړی و. دترکېې د لویدېځ او د استانبول په تفریحی ځایونو کې یولړ دبمونو چاودنی شوی وی او یائې دچاودلو کوښښ شوی و. یوه جدائې غوښتونکی ډله چې ځان ته دکردستان دآزادی بازان وائې، دډیرو دغو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی . گمان کیږی چې داډله‏ د(‎ ‏PKK‏ ‏)‎ سره ارتباط لری . رپوټونه وائې، د PKK‏ په زرگونو ترورستان دعراق په شمال کې دیره دی چې دغلته کردان روزی اوله سرحدنه اوړی او دننه په ترکېه کې حملی کوی . دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال فرائد وائې، دترکېې سره دمرستې بوه له ډیرو مؤثرو طریقونه داده چې دیو باثباته اوپرامنه عراق ملاتړوشی .په داسی یو پرمختللې عراق کې بیا ترورستان ځای نلری . ښاغلې فرائد وویل، ترکېه او عراق دواړه پدی کې علاقه لری چې ‏(‎PKK ‏)‎ باید له منځه ولاړه شی. دوی ووینی چې عراقی کردان په ملی حکومت کې برخه اخلی. عراق اوس یو فدرال ، ډیموکراتیک او باثباته دولت دی . دعراق دپالیسی لپاره دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت منتظم جیمزجیفری وائې، ترکېې په سیاسی او اقتصادی لحاظ دعراق په بیا ودانولو کې یوډیر ښه معیار ساتلی دی . دی وائې، امریکا دترکېې ونډه ستائې او سترگې په لارده چې دترکېې دځینو اندیښنو په باره کې دترکېې اودعراق دنوی حکومت سره له نژدی نه کار وکړی . دامریکا دبهرنیو چارو وزیره کانډو لیزا رائس وائې، امریکا به ‏د‏(‎PKK ‏)‎ او نورو ترورستانو په ارتباط دعراق سره په گډه کاروکی چې دغه تهدید له منځه یوسی . میرمن رائس خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې: ١ موږ دا خبره پوره واضح کړیده چې نه غواړو دعراق شمالی سیمونه ‏(‎PKK ) يا نورترورستان دترکېې په خلاف عملیات وکړی . میرمن رائس وائې، امریکا په تیروخت کې د‏(‎PKK ‏)‎ په خلاف جنگ کې فعاله وه او موږ به په راتلونکی وخت کې هم فعال یو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG