لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دایران سره  دخبرو کولو لپاره شرط ایښی دی


امریکا پیشنهاد کړیدی چې که دایران حکومت دیورانیمو دغنی کولو ټول فعالیتونه بند کړی نو داروپائې اتحاد سره یوځای دایران سره په خبرو کې برخه اخلی . دامریکا دبهرنیو چارو وزیره کانډو لیزا رائس وائې، دغه پیشنهاد دایران هغه بهانه له منځه وړی چې نه غواړی خپل داتمی پروگرام په باره کې همکاری وکړی . میرمن رائس خپلې خبری ته دوام ورکوی اووائې

داسی کسان وو چې ویلی، که خبری دامریکا لپاره مهمی وی،په دغو خبروکې دی گډون وکړی نوښائې چې په هغه صورت کې ایران به ځواب ورته وواېې. ځکه نو زموږ لاراوس پوره څرگنده ده . که ایران دی ته تیاروی چې دیورانیمو دغنی کولو دټولو فعالیتونه لاس واخلی نوموږ په خبرو کې برخه اخلو .

دبهرنیو چارووزیره میرمن رائس وائې، په څوملتی خبرو کې گډون کول دامعنئ نلری چې امریکا دایران رژیم دیوقانونی حکومت په حیث پیژنی . میرمن رائس خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې

موږ پوهیږو دا داسی یورژیم دی چې خپلو خلکو ته حق نه ورکوی چې په سیاست کې برخه واخلی. موږ پوهیږو دا داسی یورژیم دی چې په نړۍ کې دتروریزم ملاتړ کوی . یوازینی شی چې دغه رژیم ته مشروعیت ورکوی ، هغه دادی چې بین المللی ټولنه پدی موافقه لری چې ایران باید دیورانیمو دغنی کولو نه لاس واخلی او په جدی خبرو کې دی بیاگډون وکړی . پداسی ملکی اتمی پروگرام دی لاس پوری کړی چې دخپریدو خطرونه لری او په ښه نیت خبری وکړی . ددغو اقداماتو په سبب دایران رژیم مشروعیت پیداکولای شی.

میرمن رائس وائې، دایران خلک دافتخارنه ډک تاریخ لری اودوی دیوویاړلی راتلونکی وړدی. میرمن رائس خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې

موږ پدی عقیده یو چې دایران خلک داسی راتلونکی غواړی چې دآزادې او بشری حقوقو خاوندان پکې وی، درائې ورکولو حق ولری ، دکاندیدو حق ولری ،بی له ویری خپل نظریات څرگند کړی او سیاسی داعېوته دوام ورکړی .

دبهرنیو چارو وزیره کانډو لیزا رائس وائې، موږ دایران دخلکو په پرمختگ ، سوکالې او آزادی باندی خوشحالیږو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG