لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایران حکومت ته یو پیشنهاد وړاندی شویدی


المان او دملگرو ملتونو دامنیت شورا پنځو دائمی غړو امریکا، فرانسی، بریتانیه، روسېه او چین موافقه کړیده چې ایران ته پیشنهاد وکړی څوخپل اتمی پروگرام نه لاس واخلی .

په پیشنهاد کې راغلی دی که ایران دیورانیمودغنی کولونه لاس واخلی نو په بدل کې ورته امتیازات ورکول کیږی او که داکارونکړی نواقتصادی بندیزونه ورباندی لگول کیږی . دغنی یورانیمونه دبریښنا په تولید او داتمی وسلو په جوړولو کې کاراخیستل کیدای شی . امریکا اعلان کړیدی چې په څو ملتی خبرو کې برخه اخلی، که ایران موافقه وکړی چې دیورانیمو دغنی کولو ټول فعالیتونه بندوی .

دامریکا دبهرنیو چارووزیری کانډولیزارائس دامریکا دتلویزنی شبکی ‏(‎NBC ‏)‎ سره په مرکې کې وویل، دایران داخوندانو رژیم باید دالمان او دملگروملتونو دامنیت شورا دپنځو دائمی غړو پیشنهاد ومنی . میرمن رائس خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې

موږ یقنیآ هیله لروچې ایران به څوورځی وخت ونیسی چې په دغه جدی پیشنهاد باندی غوروکړی . په یوه طریقه دا دامریکا پیشنهاد ندی. مگر داداسی یو پیشنهاد دی چې بین المللی ټولنې ایران ته پدی منظور کړیدی چې ددغه جنجال نه دوتلو یوه لاره پیداکړی .

میرمن رائس دامریکا تلویزنی شبکی ‏(‎ CBS ‏)‎ ته وویل، ایران اوس دوه لارې لری. میرمن رائس خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې

له یوې لاری نه ایران پوره گټه اخیستلی شی چې په هغې کې ملکی اتمی انرژی هم شامله ده . او بله لاره ئې دملگرو ملتونو دامنیت شورا ته وتلی ده چې دامنیت شورا دبشپړ قدرت نه پکې کار اخیستل کیږی څو ایران منزوی او گوښه کړی .

دامریکا جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش وائې، دا دایرانیانو اختیار دی چې که دوی غواړی نړۍ ته داخبره وکړی چې واقعآ موږ ددی پروا نلرو چې ستاسی نظر څه دی نودهغې نه وروسته بیا نړۍ په توافق سره کارکوی . ښاغلئ بوش وائې، بل اقدام په توافق سره کیږی او دا موضوع دملگرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندی کیږی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG