لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یاغی طالبانو په افغانستان کې خپلو حملوته زورورکړیدی


یاغی طالبانو دافغانستان په ختیځ کې دیعقوبی په نامه دیو کلی په بازار کې دبم چاودنه وکړه چې ملکی کسان ئې ټپیان کړل . پولیسانو دکابل ښار جنوب پلوته دکلائې قدم په نامه کلی کې دښونځی بهر په سرک باندی یوبم پیدا کړ.امریکائې ډگرمن پال فتزپائټریک وائې، دغه یاغیان اخلاقی شخصیت نلری . هغه وویل، افراطیان غواړی چې دښونځیو پرماشومانوحملی وکړی، په هغو سرکونو کې مائنونه کیږدی چې ملکی کسان ورنه کاراخلی او هدیروکې مائنونه ښخوی .

دیاغی طالبانو او ددوی دالقاعدی دترورست انډیوالانو دتیری میاشتی په حملو کې په سلگونو کسان وژل شوی او په سلگونو نورټپیان شویدی. ددغه تشدد په سبب په زرگونو نورافغانان بی کوره شویدی . په امریکا کې دافغانستان سفیر سید جواد وائې، په راتلونکو میاشتوکې به طالبان خپلی حملی بی ساری زیاتی کړی چې دبیاودانولو دکارونو مخه ونیسی او دناټو غړی ملکونه ناامیده او مآیوسه کړی چې خپل عسکر نور ځای پرځای نکړی .

په افغانستان کې دامریکائې قواو قوماندان جنرال کارل ایکنبری وائې، دغه حملی په داسی وخت کې زیاتی شویدی چې ناټو دافغانستان په جنوب کې خپل عملیات پراخوی . په دغه سیمه کې یاغیان ډیر فعال دی. جنرال کارل ایکنبری وائې

دائتلاف قواوی په پرله پسی توگه په القاعده او دالقاعدی ترورست متحدینوپه تحریکونو باندی حملی کوی ،هغوی گډوډوی او فشارورباندی راولی . دافغانستان ملی امنیتی قواوی پوځ اوپولیس ددواړو قوت او قابلیت ورځ په ورځ زیاتیږی . او په ټول هیواد کې دبیاودانولو پروژو دافغانانو په ژوندکې ښه والی راوستی دی .

جنرال ایکنبری وویل، امریکا به دافغانانو سره دافراطیانو په خلاف جگړه کې خپلو مرستوته دوام ورکړی . جنرال ایکنبری وائې

دامریکا پوځ به خپلی دتروریزم ضد قواوی دی ته چمتو کړی چې په القاعده او دالقاعدی په متحدینو باندی چې کله او چیری ئې، پیداکړی، ‏‏حملې وکړی . برسیره پردی ،زموږ پوځ به دافغانستان دملی امیتی قواو په روزنه او په وسلو سمبالولوکې خپل مرکزی رول لوبولوته دوام ورکړی او موږبه دافغانستان په بیاودانولو کې خپلی مهمی ونډې اخیستلو ته دوام ورکړو .

جنرال ایکنبری وائې، ډیرکارونه لاپه مخکې پراته دی اوبین المللی

ټولنه باید له صبراو زغم نه کارواخلی او که موږ غلبه مومو نو دافغانستان سره باید پرله پسی او کلکی وعدی دوام ولری څو بریالی شی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG