لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناتو د دفاع وزیرانو فیصله کړې چی په افغانستان کی به خپل ماموریت تقویه کوی


د ناتو د دفاع وزیران چی په بروکسیل کی خبري کوی وایی چی دوی دې ته ملا تړلې چی په افغانستان کی به خپلي د سولي قواوي زیاتوی که څه هم د یاغي طالبانو حملې زیاتي شوي دي .

د ناتو عمومی منشی یاپ دی هوپ شیفر وویل چی هیچا ته باید چی دا شک پیدا نه شی چی دغه اتحاد خپل دا ماموریت نه شی تر سره کولای .

راپرځول شوو طالبانو ته وفادارو جنگیالیو په دې وروستیو میاشتو کی په افغاني عسکرو او د امریکا په مشري ائتلافی قواو باندی خپلي حملې شدیدي کړی دی .

د ناتو غړو ملکونو پخوا لا هغه پلان منظور کړی دی چی په افغانستان کی د ناتو د عسکرو شمیر د نهه زره تنو نه ١٦ زره تنو ته زیاتوی . د کاناډا ، برتانیې او نیدرلینډ اضافي عسکر به د جولای د میاشتي په آخیر کی د افغانستان جنوبي نا آرامو سیمو ته ولیږل سی .

د جرمني ددفاع وزیر وویل چی د ناتو دا ماموریت به چی امنیتی او د آبادۍ چاري یوځای سرته رسوی د افغانستان د شمال نه نورو سیمو ته هم پراختیا ومومی .

ناتو په نظر کی لری چی ددې کال تر پایه د افغانستان ختیځ ته هم خپلي قواوي وغځوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG