لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د گاونډیو ملکونو نه غوښتی دی چی د مخدره موادو ضد مبارزه کی ورسره کومک وکړی


افغانستان د گاونډیو ملکونو نه غوښتی دی چی دوی سره دی د کوکنارو او اپیمو د مخ په خوریدنکی کاروبار د مخنیوی په لړ کی کومک وکړی.

دا غوښتنه د افغانستان په کابینه کی د مخدره موادو ضد د مبارزی وزیر حبیب الله قادری په کابل کی یوی غونډی ته د وینا په وخت کړیده. په دی غونډه کی چی د غربی ملکونو ، جنوبی اسیا ا و منځنئ اسیا د ملکونو استازی هم ناست ووی. ښاغلی قادری وویل چی په سمیه کی د مخدره موادو صنعت ډیر پراخ او پیچلئ صنعت دی او یو ملک هم نه شی کولی چی په یوازی د دی مصیبت نه ځان خلاص کړی.

د افغانستان حکومت په هیواد کی د کوکنار د فصلونو د تلف کولو او دهقانان نورو قانونی کروندو ته د جلبولو دپاره د امریکا او نورو ملکونو نه بین المللی مرستی اخلی.

په نړئ کی د مخدره موادو قریب نوی برخی په افغانستان کی تولیدیږی او دا مواد بیا اروپا او نورو ملکونو ته رسیږی، د افغانستان کوکنار چی په هیروینو باندی بدلیږی د ایران او پاکستان د لاری غرب ته رسیږی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG