دغه مقامات وایی چی نوموړئ دولتی مامور چی زلمئ خان نومیده د دوشنبی په ماښام کور ته روان وو . چی لاری کی پری حمله وشوه.
بلخوا په پایتخت کابل کی د امریکایانو یوی نظامی لارئ چی یوه بله لارئ هم ورپسی تړل شوی وه ، په سړک روان یو موټر سایکل سره ټکر شویده او په نتیجه کی یو تن مړ او بل ژوبل شویدی.
د امریکا د فوځ په وینا دغه دوه یو بل پوری تړل شوی لارئ چی کله د یو کوتل نه را کوزیدی نو مخی ته روان موټر سایکل یی ناحاپی بریک ووهه او دا لارئ پری د ډیر کوشش نه پس هم وندریدی او په موټر سایکل باندی ورغلی.
محلی خلک وایی چی دی لاریو کی یوه غټه لارئ د نیزدی یو کور سره هم جنگیدلی ده خو چا ته یی څه زیان نه دی رسولی.