لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندهار په ېوه چاودنه کې د رومانېا ېوعسکروژل شوى او څلور تنه نور زخمېان شوى دى


په افغانستان کې د اېتلاف دقواو چارواکى وايي چې په کندهار کې ېوه کاروان ته نېژدې، دېوې چاودنى نه وروسته د رومانېا ېو عسکر وژل شوى او څلور تنه نور زخمېان دى.

د هېلمند په ولاېت کې افغان او داېتلاف قواو د طالبانو پروه کمپ باندى حمله کړېده . په دغه حمله کې پنځه طالبان وژل شوى او اته تنه نور زخمېان شوى دى.

د فراه په ولاېت کې سر تېرو د ترکېې د ېوې تعمېراتى کمپنى په کاروان حمله کړېده په دغه حمله کې ېو ترکى موټروان او درى افغان محافظان وژل شوى دى. دتېرى دوشنى په ورځ باندى لږتر لږه دوه ساتونکى زخمېان شوى دى.

د غه چاودنه نن د سه شنبى په ورځ د کندهار هوايي مېدان ته نېژدى وشوه. په چاودنه کې زخمى شوى عسکر هم د رومانېا دي. د پوځ چارواکى وايي چې دوى د چاودنى د عوامولو پلټنه کوى.

رپوټ وايي چې د افغانستان او امرېکا قواوې د طالبانو خلاف د افغانستان په څلورو ولاېتونو کندهار ، هېلمند ، اوروزگان ، او زابل کې په پراخه تهاجمى عملېاتو کې بوختى دى. د افغانستان او اېتلاف لس زره عسکر په دغوعملېاتوکې برخه لرى . د عملېاتو مقصد د طآلبانو د فعالېتونو مخنېوى دى. په تېرو څو اونېو کې طالبانو په ملکى خلکو، د افغانستان د حکومت پر مامورانو او عسکرو باندى سختې خونړۍ حملى کړېدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG