لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند اوپاکستان په کشمېر کې د اوربند دکرښى سره په کشمېر کې د سورلېو د سروېس ېوه بله لاره هم پرانېستى ده


رپوټ وايي دا نوي انکشاف ددغو دواړو رقېبو هېوادو نو تر منځ د اړېکو د ښه والى په لور د ېوبل قدم او چتول گڼل کېږى. دهند دپونچ له ښارگوټى نه ېوسروېس موټر چې څلوېښت تنه پکى سپاره وو، نن د سه شنبى په ورځ دهندى کشمېر چکنده باغ ته ورسېده. د سر وېس مسافران به د کشمېر تر منځ د کنترول له کرښى نه پېاده مزل کوى چې د پاکستان کمشېر د راول کوټ ښارگوټى ته ورسېږى.

دغه سرحدى سېمه د پاکستان او هند پوځونه سره جلا کوى. په مسافرانو کې زېات شمېر کسان د پاکستان اوسېدونکى وو چې هند ته پخوا اووښتى وو. دهند دواکمن گوند کانگرېس مشره سونېا گاندهى دهغو عالېرتبه مامورانو په منځ کې وه چې ددغى لارې د پرانېستلو په مراسمو کې ېې گډون کړى و . سونېا گاندهى ووېل د سروېس دلارى پرانېستل به دهند او پاکسنان تر منځ اړېکى مظبوطې کړى.

د دغى لارې د پرانېستلو په مراسمو کې سخت امنېتى ترتېبات نېول سوى و. تراوسه پورې دکومې پېښى رپوټ ندى ورکړل سوى. د هند او پاکستان ترمنځ د سورلېو اولنى سر وېس د کشمېر له سرحد نه څوارلس مېاشتې پخوا د اپرېل دمېاشتى په اومه نېټه په (٢٠٠٥) مېلادى کال کې تېر شوى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG