لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کي د ماین په چاودنه کي یو عسکر وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي


په افغانستان کي د امریکا په قیادت ایتلافي قوه وايي د افغانستان په جنوبي سیمه کي د ماین په یوې چاودنه کي یو عسکر وژل شوی او درې نور ټپي شوي دی.

د ایتلافي قواو د پنجشنبې د ورځي یوه اعلامیه وايي دا ماین هغه وخت وچاود چي عسکرو د هلمند د نوزاد په اولسوالۍ کي امنیتي عملیات کول. دوی وايي په اغلب گومان به دا ماین د افغانستان د پنځوېشت کلني جنگونو په جریان کي ښخ شوي وي.

په یوې بلي پېښي کي، ایتلافي او افغاني قواو د اورزگان په ولایت کي د طالبانو پر پټو ځایونو باندي د چهارشنبې دورځي په حمله کي ١٢ طالبان ووژل.

د امریکا او برتانیې عسکر د ایتلافي قواو مهمه برخه ده چي د طالبانو پر خلاف جنگېږي. د دواړو ملکونو د پوځ مشرانو پدې هفته کي اعتراف وکړ چي یاغیان له توقع څخه برخلاف قوي کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG