لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان دبهرنیوچارو وزیر اودهند صدراعظم په نوی ډیلی کې خبری کړیدی


دافغانستان دبهرنیو چارووزیررنگین دادفرسپانتا نوی ډیلی ته رسیدلی دی. ښاغلې سپانتا نن دهند دصدراعظم من موهن سنگه اودبهرنیوچارودکشروزیر انند شرماسره خبری وکړی .

دواړه خواوی غواړی چې قوی دوه اړخیزروابط ولری. دوی دامنتی موضوعاتو او دجنگ ځپلی افغانستان دبیاودانولولپاره دهند دنوری زیاتی احمتالی مرستی په باره کې خبری وکړی .

هند په خپله وعده بیا ټینگاروکړچې دافغانستان په اقتصادی بیارغونه کې مرسته کوی .

دهند ماموران وائې، نوی ډیلی ښاغلی سپانتا ته داخبره هم وکړه چې دابه دیوباثباته او ډیموکراتیک افغانستان په بیا اباد لوکې کومک وکړی .

هند لاپخوا دافغانستان سره ‏(‎٦٥٠ ‏)‎ میلونو ډالرو مرسته کړیده. دغه پیسی به په بنسټی کارونو، عامی روغتیا او پوهنی باندی لگول کیږی .

دغودواړو ملکونو په هغو لارچاروباندی هم خبری وکړی چې کیدای شی دهغې له مخی دتروریزم سره جگړه وکړی .

گمان کیږی چې نوی ډیلی په افغانستان کې دهندی کارگرو دژغورنی موضوع هم راپورته کړیده . داپریل په میاشت کې مشکوکو طالبانو یوهندی انیجینرپه افغانستان کې وژلی و.

هند ته دښاغلې سپانتا دمی دمیاشتی نه راپدی خواچې دبهرنیو چارو وزیرشویدی دا لومړی سفردی .


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG