لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کابل کي د بم چاودني یو تن وژلی او ۴٧ نور یې ټپي کړي دي


د کابل د ښار مقامات وايي د حکومتي او استخباراتي کارکونکو د بسونو په دوو بمي چاودونو کي یو کس وژل سوی او لږترلږه ۴٧ نور ټپي سوي دي.

افغان مامورین وايي دا بمونه په یوې کراچۍ پوري تړلي وو او کله چي بسونه ورنژدې شول دواړه بمونه وچاودل.

پولیس وايي دریم بم د کابل په شرقي برخه کي چي د افغان پوځ یو کتار یې په نښه کړی وو، وچاود. مگر پدې چاودنه کي څوک ندی ټپي شوی.

د کورینو چارو د وزارت ویاند، یوسف ستانېزی، دا یوه تروریستي حمله وبلله چي مقصد یې د افغانستان بې ثبات کول او د هغه هیواد د بیاودانولو پروسه په ټپه درول دي.

دا دوهمه ورځ ده چي په کابل کي بمونه چاودي. پدې وروستیو کلونو کي، په کابل کي دا ډول حملې ډیر لږ وې. د سې شنبې په ورځ، د دوو بمونو چاودنو لږترلږه پنځه تنه ملکي کسان ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG