لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په جنوب کی په جگړه کی پنځه یاغي طالبا ن وژل شوي دي


د یاغي طالبانو او د امریکا په مشري ائتلافي قواو تر منځ په جگړه کی چی افغان عسکر یې ملاتړ کوی پنځه طالبان وژل شوي او څلور عسکر زخمي شوي دي .

د ائتلاف مامورینو وویل چی جگړه پرون د شنبې په ورځ د کندهار ښارته نژدې وشوه . ائتلافي قواو د طالبانو د بغاوت د ختمیدو دپاره په جنگي عملیاتو شروع کړې ده .مامورینو وویل چی په زخمیانو کی یو افغان او دوه کاناډایی عسکر شامل دي .

د افغانستان په څلورو جنوبي ولایتونو کی څه د پاسه لس زره ائتلافي او افغان عسکر اچول شوي او په طالبانو باندی یې غټي تعرضي حملې شروع کړی دي

پرون په یوه بله پېښه کی د فراه ښارته نژدې د بم په یوه چاودنه کی یو هسپانوئ عسکر وژل سوی او څلور نور زخمي سوي دي . مامورین تر اوسه لا ددې پېښي په تحقیقاتو بوخت دي .


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG