لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مرغانو مرض د اوږدې مودې خطردئ


د ملگرو ملتونو یو عالي رتبه مامور وایي چې د مرغانو مرض لا هم په افریقا کې خپرېږي او خطر به یې کلونه کلونه دوام وکړي.

د ملگرو ملتونو د کرنې او خوراکي موادو د ادارې معاون ډیوېډ هار چا رېک دغه خبردارئ نن په ژنېو کې د مرغانو د مرض په یوه کانفرانس کې ورکړ.

هغه وویل چې طبي ماهران پدې کامیاب شوي چې په ډېرو ملکونو کې ددې مرض د یوډول د خپرېدو مخه ونیشي.خو هغه زیاته کړه چې کیدای شي دا مرض په کلونو کلونو خلکو ته خطر شي او د افریقا په ډېرو ملکونو کې ډېر مرغان ووژني. دا مرض په نایجیریا ، نایجیر،جبوټي او مصر کې لگېدلئ دئ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG