لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا ددفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ افغانستان ته ناڅاپی سفروکړ


دامریکا ددفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ افغانستان ته ناڅاپی سفروکړ چې ددغه هیواد دجمهوررئیس سره سلا مشوری وکړی. سره لدی چې پدی وروستیو وختو کې تاوتریخوالی زیات شویدی ، ښاغلې رمزفیلډ ټینگار کوی چې ددی ملک دطالبانو په مشری بغاوت ته به ماتی ورکړل شی .

دامریکا غږ خبریال بنجامن ساند ‏پدی باره کې له اسلام ابادنه دا رپوټ رالیږلی دی .

ددفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ پرون وختی کابل ته رسیدلی دی. هغه درسیدونه سمدستی وروسته دافغانستان دجمهوررئیس حامدکرزی سره ولیدل.

ښاغلې رمزفیلډ په گډ مطبوعاتی کنفرانس کې بی لدی نه چې پاکستان په نوم یادکړی ،دتاوتریخوالی چې په افغانستان کې ئې پریشانی او مصیبت پیدا کړی دی ،ملامتی دسرحدنه په اخوا یاغیانو باندی واچوله . ښاغلئ رمزفیلډ خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې

پدی کې شک نشته دی چې طالبان او القاعده دسرحدنه پدی خوا فعالیت کوی او داسی یوشی دی چې دسرحد دواړه خواوی ورباندی باید کاروکړی .

مگرهغه وویل، دافراطیانو په مخنیوی کې دپاکستان له خوا ډیره همکارې شویده.

دهغه تبصرو دامریکا او افغانستان دمامورانو هغه پخوانی څرگندونی منعکسی کړی چې وائې، یاغیانو دافغانستان له سرحد سره په پاکستان کې په لیری قبائلی سیمو کې دپټیدومرکزونه او دروزنی کمپونه جوړکړیدی.

پاکستان چې په سیمه کې ئې تقریبآ اتیازره عسکر ځای په ځای کړیدی،دغه تورونه په کلکه ردوی چې وائې، دافراطیانو په مخنیوی کې کافی څه نه کوی .

دیودپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خواچې امریکائې قواو دطالبانو رژیم راوپرځاوه، دا افغانستان درمز فیلډ یولسم سفر دی .

دبمونو دڅو چاودنو په شمول چې تیره هفته په کابل کې وشوی، پدی وروستیووختونو کې په ټول هیواد کې تاوتریخوالی زیات شویدی. کابل یووخت ډیر محفوظ ښارو.

دامریکا په مشری ائتلاف اوفغان عسکرو په ځواب کې دافغانستان په جنوب کې دیاغیانو ضد عملیات پیل کړل . دافغانستان جنوب په عنعنوی توگه دطالبان قوی مرکزو.

پدی وروستیو هفتو کې څه دپاسه شپږسوه تنه چې اکثره ئې ملکی کسان وو،


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG