د افغانستان په جنوب کی مامورینو ویلي دي چی د امریکا په مشري ائتلافي قواو او افغان عسکرو د هلمند په ولایت کی د طالبانو د یوې غټي حملې مخه نیولې او ١٩ یاغیان یې وژلي دي .
په لسهاو طالبانو پرون په نوزاد کی د ولسوالۍ په دفتر باندی حمله وکړه او غوښتل یې چی د ولسوالۍ د پولیسو اداره را نسکوره کړی . په کندهار کی افغان چارواکي وایی چی حکومتي قواو متقابله حمله وکړه او په طالبانو کی یې اووه کسه ووژل او د ائتلاف قواوو هوایی حمله پر وکړه او دوولس کسه یې په کی ووژل .
د نوزاد ولسوالي د هلمند د ولایت د شمال په غرنۍ سیمه کی ده چی د افغانستان د پراخي جنوبی سیمي یوه برخه ده چی هلته افغان او ائتلافي قواو د یاغي طالبانو د له منځه وړلو د پاره غټ تعرضي عملیات شروع کړي دي .
په دې عملیاتو کی د امریکا ، برتانیې او د ناتو د نورو ملکونو تقریبا لس زره عسکر برخه لری .