لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اتوغټوصنعتی هیوادونو مشرانو په خپله غونډه کی د نړی د ستونزو د حل دپاره پلان منظورکړ


د اتو غټو صنعتی هیوادونو مشرانو د خپلی غونډی په دریمه او وروستی ورځ په نړی کی د بیلو ستونزو د حل دپاره پلان په گډه منظور کړچی پکی په منځنی ختیځ کی د اوسنی کړکیچ او د ایران او شمالی کوریا د ذروی پروگرامونو ستونزه هم شامله ده .

د منځنی ختیځ په باب د نړی اتو طاقتورو ملکونو په اعلامیه کی پر تررستی گروپ حزب اله غږ شوی د ی چی د اسراییلو دوه عسکر دی خوشی کړی او پر اسراییلو باندی دی د حملو نه لاس واخلی .

په وروستی پریکړه لیک کی پر اسراییلو باند یهم غږ شوی د یچی پر لبنان باندی دی خپلی هوایی حملی چی پکی ملکی کسان ووژل شول بندی کړی .

ددی نه مخکی د برتانیی صدراعظم تونی بلیر وړاندیز وکړ چی د لبنان او اسراییلو په سرحدی سیمو کی دی نړیوالی سوله ساتونکی قواوی ځای پر ځای شی .

د ایران په باب د روسیی او متحده ایالاتو د مشرانو سره پدی غونډه کی نورو شاملو مشرانو لکه د برتانیی ، ایتالیا ، فرانسی ، ، جرمنی ، کانادا او جاپان هم خپل ملاتړ څرگند کړ او ویی ویل چی د ایران د ذروی پروگرام مسله دی د املگرو ملتون امنیت شورا ته وسپارل شی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG