لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناتو د افغانستان په جنوب او ختیځ کی د خپلو قواو شمیرزیاتوی


د ناتو عمومی منشی یاپ دی هوپ شیفر وایی چی د افغانستان په جنوب کی د ناتو د قواو زیاتیدو ته باید د بین المللی ټولني له خوا په مساوی ډول جواب وویل سی .

هغه دا وینا نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کی په یوه خبری کنفرانس کی چی د جمهور رئیس حامد کرزي سره یوځای یې برخه په کی اخیستې وه وکړه .

هغه وویل چی ناتو د افغانستان په جنوب او ختیځ کی د خپلو قواو شمیرزیاتوی ترڅو چی هغه ملک ټول د ناتو په مشري د سولي ساتونکو په کنټرول کی راسی . مگر هغه وویل چی نړۍ واله ټولنه هم باید چی د افغانستان حکومت ته زیات تعهدات څرگند کړی .

جمهور رئیس کرزي د نړۍ والي ټولني نه وغوښتل چی په افغانستان کی دننه او د هغه نه بهر د تروریستانو د روزونکو او تمویلونکو د مخنیوي د پاره ډیر څه وکړی .

دي هوپ شیفر په دوه ورځني سفر کابل ته تللی دی چی د افغانستان په جنوبي سیمو کی د امریکایی قواو نه قومانده د ناتو سوله ساتونکو قواوو ته وسپاری .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG