د کندهار په ښار کي، یوه سرتېري خپل موټر بم د امریکا په قیادت د ایتلافي قواو پر یوه کاروان ور برابر کړ، او رپورتونه وايي پدې حمله کي څو عسکر ټپي سوي دي.
بلخوا، افغان او د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافي قواو د هلمند د ولایت په جنوبي سیمو کي، د یوې حملې په ترڅ کي چي هیلکوپټرو یې ملاتړ کاوه، لږترلږه ١٩ تنه مظنون جگړه ماران وژلي دي.
محلي مقامات وايي دا جگړه ماران پدې تېرو څو ورځو کي د گرمسیر د اولسوالۍ په نښتو کي وژل سوي دي. د گرمسیر اولسوالۍ پدې هفته کي یاغیانو نیولې وه.
د ایتلافي قواو دا عملیات د هغو پوځي کوښښونو یوه برخه ده چي د طالبانو د سخت مقاومت سره مخامخ سوي دي.
د کال ٢٠٠١ راپدې خوا، کله چي د طالبانو رژیم له قدرت څخه پسي واخېستل سو، د افغانستان په جنوبي برخو کي دا جنگونه تر ټولو سخت جنگونه دي. د جولای د میاشتي په اخر کي به د ناتو عسکر د دغه سیمي د امنیت چاري د امریکا په قیادت د ایتلافي قواو څخه پخپله غاړه واخلي.