لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان او ائتلاف قواو دهملمند په ولایت کې لږترلږه نولس تنه مشکوک افراطیان ووژل


یوافغان ماموروائې، په جنوبی ولایت هلمند کې دیاغیانو په خلاف دعملیاتوپه وخت کې محلی امنیتی قواو نولس ‏(‎١٩ ‏)‎ تنه افراطی طالبان ووژل او اوه لس ‏(‎١٧ ‏)‎تنه نورئې ژوندی ونیول .

دهلمند دوالی مرستیال ملاامیرمحمد اخوندزاده وائې، په دغو نیول شوو کسانوکې دوه تنه ئې پاکستانی جنگیالی دی . هغه وائې، افغان پولیسانو نن دیکشنبی په ورځ دهلمند دولایت مرکزلشکرگاه ښارگوټی ته نژدی دغه عملیات پیل کړل .

نن دیکشنبې ورځ په ختیځ ولایت پکتیکا کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دائتلاف دوه تنه عسکر اویوافغان عسکرپه داسی وخت کې ټپیان شول چې په گډه گزمه کوله .

له بل پلوماموران وائې، پرون ناوخته یاغی طالبانو دغزنی په ولایت کې دپولیسانو په یوه پوسته باندی ‏حمله وکړه چې دری پولیسان ئې پکې ووژل.

په عینی حال کې دامریکا په مشری ائتلاف دموټر بم دهغو دوچاودنو په باره کې تحقیق کوی چې پرون دشنبی په ورځ دکندهار په ښارکې شوی وی .په دغو چاودنوکې دائتلاف دقواو ددوی کاناډائې عسکرو په شمول اته تنه وژل شوی اوپه پنځه دیرش تنه نورټپېان شوی وو.

یوسف احمدی چې ځان ته دطالبانو نطاق وائې، ددغو حملو مسؤلیت منلی دی .


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG