لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کی د هلیکوپتر په را لویدو کی ١٦ کسه وژل شوي دي


په افغانستان کی د امریکا په مشري ائتلافي قواوي وایی چی په هغه هلیکوپتر کی چی پرون په افغانستان کی را ولوید ټول ١٦ سپاره کسان وژل شوي دي چی په هغو کی دوه هالینډي عسکر او څو تنه نور خارجیان هم وو .

د ائتلاف یوه نطاق نن وویل چی ١٢ مړي پیدا شوي او څلور نور لا ورک دي . د ایم. یو. اته ډوله دغه هلیکوپتر د افغانستان په جنوب ختیځ کی په غرنۍ سیمه کی را لویدلی دی . ددې پېښي علت سمدستي نه دی معلوم .

په عین حال کی د ملگرو ملتو د امنیت شورا ویلي دي چی په افغانستان کی د زیاتیدونکي تشدد په وجه اندېښمنه ده .

د امنیت د شورا ١٥ غړو ملکونو په هغه بیانیه کی چی پرون یې خپره کړه د حامد کرزي د حکومت او د بین المللی قواو سره چی په افغانستان کی د یاغي طالبانو سره په جگړو کی د افغان عسکرو سره مرسته کوی خپل ملا تړ اعلان کړ .

دا بیانیه وروسته له هغه خپره شوه چی د افغانستان د پاره د ملگرو ملتو د عمومی منشي کوفي عنان خاص آستاځي ټام کواینگز د امنیت شورا ته معلومات وړاندی کړل .

XS
SM
MD
LG