لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او تاجکستان جمهور رئیسانو وعده کړې چی د مخدره موادو د قاچاق سره به مبارزه کوی


د افغانستان او تاجکستان جمهور رئیسانو وعده وکړه چی د سیمي د مخدره موادو د صنعت په مقابل کی به چی په زیاته وده کی دی جگړه تقویه او پراخه کړی .

حامد کرزي او امام علی رحمانوف نن د تاجکستان په پایتخت دوشنبې کی سره وکتل او د مخدره موادو د زیات تولید او تجارت په باب یې اندېښنه وښودله . هغوی د نړۍ والي ټولني نه وغوښتل چی ددې ستونزي د ‏ختمولو دپاره دی افغان کروندگرو ته زیاتي مرستي ورکړی چی هغوی نورو قانوني کرکېلو ته تشویق شی .

ښاغلي کرزي وویل چی دده حکومت به د نړۍ والي ټولني سره خپل کار ته دوام ورکړی چی د بین المللی مافیا سره چی د مخدره موادو په قاچاق کی لاس لری مبارزه وکړی .

کابل ته اوس هم د کوکنارو د کښتونو د پاکیدو د پاره د امریکا ، برتانیې او نورو ملکونو مرستي رسیږی .

تاجکستان د مخدره موادو د قاچاق د لویی لاری پر سر واقع دی ، په داسی حال کی چی د هغه په گاونډي ملک افغانستان کی د ټولي نړۍ تقریبا ٩٠ فیصده اپیوم او هیروئین تولیدیږی .


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG