لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تاجکستان ستري محکمې د جمهوري ریاست یو پخوانی محافظ د قتل په الزام محکوم کړ


د تاجکستان ستري محکمې د جمهوري ریاست یو پخوانی محافظ د قتل په الزام په عمرقید محکوم کړ.

د تاجکستان ستري محکمې د جمعې په ورځ غفور میرزاووف او ١٥ تنه نور ملگري یې د جمهور ریس امام علي رحمانوف پر خلاف د کودتا په کولو محکوم کړل.

د جمهوري ریاست پنځلسو تنو نورو محافظینو ته تر ښپاړسو کالو پوري د بند سزا ورکړه سوه.

ښاغلي میرزاووف دا ټول تورونه رد کړل. هغه په کال ٢٠٠٢ کي توقیف سوی وو، او محاکمه یې د جنوري په میاشت کي پیل سوه.

د تاجکستان د حکومت مخالفان وايي جمهورریس رحمانوف کوښښ کوي چي خپل سیاسي حریفان له صحنې څخه وباسي او خپل قدرت نور هم ټینگ کړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG