لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا د یولسم سپټمبر د ترهگرۍ بریدونو  شپږمه کلیزه لمانځي


امریکایان نن د نهې په ورځ د کال ٢٠٠١، د یولسم سپټمبر د ترهگرۍ بریدونو شپږمه کلیزه لمانځي .
نیویارک او واشنگټن کښې نن ورځ یو شمیرمراسم ولمانځل شول. د امریکا جمهور رئیس بوش ،مرستیال جمهور رئیس ډک چیني، او د بهرنیو چارو وزیره میرمن کنډو لیزه رائیس په سپینه‏ ماڼړی کښی څو شیبو لپاره خاموش ودوریدل.
د ترهگرۍ بریدونو لوۍ پلان جوړونکې اسامه بن لادن یو ویډیو پیغام خپور کړی دی چې پکښې د یوبریدکونکي پیغام هم شته.
بن لادن په دغه ویډیو کښی یو عکس کښی ښودل شوی دی. هغه په خپلو پلویانو باندې غږ کړی دی چې شهیدانو په قافله کښې دې گډون وکړي.
بن لادن د هائی جیکر ولید ال شائیری ستاینه کړې ده. ولید ال شائیری د نړیوالې سوداگرۍ په‏ مرکز یا ورلډ ټریډ سنټر باندې برید کښی مړ شوی وو.
په دغه ویډیو کښی بن لادن امریکایانو نه غوښتنه کړې چې خپل جمهوري نظام دې پریږدي او اسلام دې قبول کړي.
جمهور رئیس بوش د بن لادن د وړومبۍ ویډیو په وخت ویلي وو ویډیو مونږ ته یادگیرنه راکوې چی مونږ څومره خطرناکه نړۍ کښی وسیږو.
هغه ټولو هیوادنو باندې غږ وکړو چې د ترهگرۍ پر ضد نړيواله جگړې کښې دې همکاري وکړي. باور کیږي چې بن لادن او دهغه مرستیال ایمن الظواهري د افغنستان او د پاکستان پولې ته نزدې سیمو کښې پټ ده.

XS
SM
MD
LG