لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا پاکستان کې صفا او د ددرغلئ نه پاک انتخابات  غواړي: جان نيګرو پونټئ


دَ امر یکې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان نيګرو پونټئ جمهور رئیس جنرال پرويز مشرف سره خبرو اترو په ترڅ کې ویلې دې چې امریکا پاکستان کې صفا او د ددرغلئ نه پاک انتخابات غواړي.
نوموړی وویل چې دراتلونکو انتخاباتو سره به پاکستان کې د ډیموکراسۍجرړی ټینگی شي.
دَ یو پوښتنی په ځواب کې د وویل چې پخواني صدر اعظم نواز شریف بیرته سعودی عرب ته جلاوطن کول دَ پاکستان داخلي مسله ده.
اخوا دپاکستان جمهور رئیس جنرال پرويز مشرف يو ځل بيا د خبره په ډاگه کړې ده چې پاکستان به هيچا ته دخپلو سرحدونو دننه دکارروايۍ کولو اجازه ورنۀکړى.
ځکه چې دترهګري پر ضد جنګ کې دبرخې جوړيدو پر یکړه پاکستان دخپلو ګټو دپاره کړې ده او دپاکستان فوځونه تندلارو او ترهگرو پرضد په کوټلو اقداماتو او کارروايۍ بوخت دي.
دۀ دا خبرې دامريکې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان نيګرو پونټئ سره دملاقات په وخت وکړې.
ددواړو مشرانو ترمينځه دنيم ساعت نه تر زيات وخت ليدنه کتنه کې دامريکې او پاکستان ترمينځ مختلفو شعبو کې په اړيکو، افغانستان کې دمخ په زياتيدونکې ترهګري ، دکشمير په وضعه او نورو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو باندې خبرې اترې وکړى شوې.
جمهور رئیس جنرل پرويز مشرف وويل چې پاکستان افغانستان کې دامن ، سولې او ثبات طرفدار دى او په دې لړ کې افغان دولت سره هر قسمه همکاري کوي جمهور رئیس جنرال پرويز مشرف په امريکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان نيګرو پونټى واضحه کړه چې پاکستاني فوځونه دترهګرو او بنسټ پالو په ضد په کارروايو بوخت دي او دې لړ کې يې اهمې لاس ته راوړنې هم کړي دي.
ځکه نو مونږ هيچا ته دخپلو سرحدونو دننه دکارروايۍ کولو اجازه نۀ شو ورکولى. جمهور رئیس مشرف دا هم وويل چې دترهګرۍ پر ضد روانه جنګ کې دهاغو اقداماتو او معاملاتو جاج اخستو هم ضرورت دى دکومو له امله چې ترهه ګري وده مومي.
ځکه چې کۀ دغه معاملې له مينځه يو نۀ وړلى شي نو په سيمه او نړۍ کې به ترهګري نوره وده هم وکړي او امنيت به دګواښ سره مخ شي .
په دې موقعه دامريکا دمتحده ايالاتو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان نيګرو پونټئ پاکستان سره دامريکا اړيکې غوره وبللې او وې ويل چې دترهګرۍ په ضد روان جنګ کې پاکستان دامريکا دمتحده ايالاتو يو ايتلافي هيواد دى چې امريکا ورته دقدر په سترګه ګوري.
دۀ د تندلاريتوب او ترهګرۍ په ضد روان جنګ کې دپاکستان دکردار ستائنه وکړه او وې ويل چې نړۍ کې دامن دپاره ضروري ده چې مونږ ټول بايد په شريکه تندلاري او ترهګرۍ ته ماتې ورکړو.
ددواړو مشرانو ترمينځ په دغه لیدنه کتنه کې دپاکستان او امريکا ترمينځ په سياسي، معاشي او پوځي څانګو کې داړيکو جاج هم واخستى شوو

XS
SM
MD
LG