لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پیپلز گوند مشره بنیظیر بټو به په اتلسم اکتوبر پاکستان ته ځي


پاکستان پیپلز گوند اعلان کړی دی چې میرمن بنیظیر بټو به په اتلسم اکتوبرکراچۍ هوائي ډگر کې کوزیږي
. دغه اعلان د پاکستان پایه تخت اسلام آباد او د صوبائي پایه تختونو کې په مطبوعاتي کانفرنس کې وشو. مېرمن بنیظیر بټو یولس کاله وړاندې په کال نولس سوه شپږنوي کې د خپل حکومت د نسکور کیدو ورسته هیواد نه بهر تللی وه.
د مېرمن بنیظیر بټو پر ضد د پاکستان په محکمو کې دَ بډو رشوتونو قضیې پرتې دي.
ورستیو څو میاشتو کې مېرمن بنیظیر بټو او د پاکستان جمهور ریئس جنرال پرویز مشرف تر منځ د جوړ جړی خبرونه خپاره شوی دي.
خو مخالف سېاسي ډلو او دَ مدني ټولنې وگړو په جوړ جاړي ناخوښي ښودي ده
د پاکستان د اطلاعاتومرستیال وزیر ښاغلی طارق عظیم ویلی دی چې حکومت ته د مېرمن بنیظیر بټو په راتگ هیڅ اعتراض نیشته.
خوزیاتوي چې ددې پرضد دَ بډو رشوتونو او ددرغلئ کوم قضیې پرتې دي هغو کښی به محکمه ته مخامخ کیږي..

XS
SM
MD
LG