لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جمهور رئیس انتخاب قانون کې بدلون


د پاکستان انتخابی كميسيون د جمهور رئیس انتخاب لپاره قانون کې بدلون کړې دي
.په قانون دغه بدلون تر مخا اوس به حکومتی وظیفي باندي کارکونکې یا بلی څوکې لرونکی کس هم د جمهور رئیسی انتخابونوکاندید جوړیدې شي.
د الیکشن كميسيون سیکتر ښاغلې کنور محمد دلشاد ویلی دي چې د جمهور رئیس انتخاب قانون کې بدلون د ستري محکمي د پریکړو تر مخه شوي دي.
هغه وویل چې د پاکستان ستري محکمي په کال ٢٠٠٢ او په کال ٢٠٠٥ کې په خپلو پریکړو کې ویلې دی چې د اساسی قانون دفعه٦٣ د جمهور رئیس لپاره نه ده.
اوس ځکه چې د جمهور رئیس انتخاب رانزدي دی نو الیکشن كميسيون لپاره قانون کې بدلون ضروری وو.
د پاکستان جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف په یو وخت په دوو څوکو باندی کار کوي خو هغه مخالفان دهغه دغه گام دپاکستان اساسی قانون اؤ د ډیموکراسیۍ پر ضد بولی او ور باندی نیوکي کوي.
د پاکستان جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف د دو څوکیو باندي کارکولو پرضد ستري محکمې کې د درخواستونو اورنه به صبا د ١٧ سپټمبر نه پیل کیږی.

XS
SM
MD
LG