لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بیا په جمهور رئیس جوړیدو به پوځي یونیفام پریږدم : جنرال پرویز مشرف


پاکستان د حکو مت ستر وکیل ښاغلي شریف الدین پیرزاده ویلي دي چې جنرال پرویز مشرف به د پوځ مشرۍ بیا جمهور رئیس جوړیدو وروسته پریږدي.
د جمهور رئیس مشر وکیل وویل کا جنرال پرویز مشرف بیا جمهور رئیس جوړ شي نو هغه به سمدستي د څوگند پورته کولو نه مخکې خپله پوځي څوکې پریږدي.
د وینا نن د پاکستان سترې محکمې د جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف د یو ځل بیا په یونیفام کې د جمهور رئیس د جوړیدو پر ضد خواستونو په وخت شوي .
مخالف گوندونو د جنرال پرویز مشرف یو ځل بیا پینځو کالو لپاره جمهور رئیس کاندید جوړیدو د قانون سره سموالی چېنلج کړی دی.
گل په ورځ انتخابی کمیشن جمهور رئیس د جوړیدو قانون کې د بدلون اعلان کړي وو. د دغه قانون کې بدلون ترمخه به جنرال پرویز مشرف بیا جمهور رئیس جوړیدو لاره اسانه شي.
انتخابی کمیشن ویلي دي چې دوی هغه مهم قانون کې بدلون کوي کوم تر مخه چې ملکی څوکې لرونکې کسانو باندي دغه څوکې پریښیدو وروسته دوو کالو لپاره د انتخاب کې برخه اخستو بندیز دی.
انتخابی کمیشن ویلي دي چې دوي قانون کې بدلون د پاکستان سترې محکمې پخوانى پریکړو نه وروسته کړې دي.
ځیني سیړونکې وائي د دوو کالو لپاره د انتخاب کې برخه اخستو بندیز به جنرال پرویز مشرف کاندید غیر قانونی گرځولی وی پس د دي چی هغه خپله پوځې څوکې پریښی وی.
جنرال پرويز مشرف د او سنى جمهور رئیسی موده د نومبر د میاشتي په ١٥ نیټه پایی ته رسي.
پرويز مشرف منصوبه لري چې ځان يو وارې بيا د موجوده پارلمان څخه دعامو ټولټاکنو نه وړاندې انتخاب کړي کومې چې دروان کال تر پای متوقع دي.

XS
SM
MD
LG