لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشاهد حسين سيد سره ځانګړې مرکه


په داسې حال کې چې د نړۍ لخوا پاکستان دسخت فشار سره مخ دى تر څو دخپلې خاورې څخه افغانستان ته د جنګياليو داوختو دمخنيوي او دپاکستان دننه دطالبانو د ځالو دخاتمې دپاره کوټلي ګامونه واخلي
دپاکستان دسنا دمجلس د باندينيو چارو دمستقلې کميټې مشر
او ددغه هيواد دواکمن ګوند ستر سکتر مشاهد حسين سيد دواشنګټن ډي سي يوه مهمه دوره وکړه او دلته په زياتو چارو وغږيدو.
نوموړي واشنګټن ته دپاکستان لخوا داخبره ورسوله چې څوک دپاک افغان ګډې پولې اؤ دطالبانو دفعاليتونو په حواله دپاکستان څخه د لا نورو ګامونو پورته کولو غوښتنې کوى هغوى بايد له خپله اړخه هم په دې اړه ګامونه واخلي.
ولې چې دترهګرۍ خلاف جنګ کې دلمړي خط هيواد (پاکستان) ارزښتناک کردار لوبولى دى دۀ داخبرې دامريکا غږ ډيوه راډيو نطاق افتخار حسين سره په هغه ځانګړې مرکه کې کړې دي په کومه کې چې د تر هګرۍ په ضد جنګ کې دپاکستان د کردار په حقله په مختلفو چارو لکه دپاکستان او افغانستان په ګډه پوله دورانکارو دمبينه اوختو را اوختو په اړه اوسني تاؤتريخوالي ، افغانستان کې دطالبانو په کردار ، قطبي وزيرستان کښې قبائيلو سره دامن په تړون او دافغان کډوالو خپل هيواد ته دبيرته ليږلو په معاملو رڼا واچول شوه.
واشنګټن ډي سي ــــ دپاکستان دسنا د مجلس دباندينيو چارو دمستقلې کميټې مشر مشاهد حسين سيد په افغانستان کې دامريکا او ناټو څخه غوښتنه کړې ده چې په پاک افغان ګډه پوله دامنيت ټينګولو او ګاونډي هيواد افغانستان ته په پوله دناقانونه اوختو دمخنيوي دپاره دخپلې څارنې سختولو په غرض خپل نور پوځونه هم په دغه پوله ولګوي.
نوموړي سناتور پخپله دې غوښتنه کښې ډاګيز وويل چې ” دوى په پوله فقط څلويښت زره ځواکونه لري بايد دوي دپولې دخوندي کولو اودماينونوښخولو په بابله خپله ژمنه عملي کړي
د جنرل پرويز مشرف دهغو اوسنيو څرګندونو په بابله چې پکې ئې ويلي وو” دپاکستان دکردار پرته نړيواله ټولنه دترهه ګرۍ په ضد روان جنګ نۀ شي ګټلى ، نړۍ په دې خاموش پيغام پوهيږي چې پاکستان د ستونزو يوه برخه ده ځکه نو بايد دا هيواد دستونزو دهوارى برخه هم ومنل شي“
دۀ ووئيل چې” دجم دا پيغام دا معنى لري چې راځئ مونږ ټول دا کار په ګډه سره وکړو ، په يو بل تورونه ونۀ لګوؤ ، او دستونزو مسؤليت ديو بل په اوږو وروانۀ چوؤ “ دۀ وويل چې” تاريخ خپله پايه يو ځل بيا په شا ګرځوي اؤ راښايي چې پاکستان په اوسني مهال څه کوي اؤ يا دسوړ جنګ په وخت کوم کې چې دافغانستان دننه پخوانى شوروى اتحاد ماتې خوړلې وه پاکستان کوم کردار ترسره کړى ؤ“.
ښاغلي حسين وويل ” نړيواله ورورولي دپاکستان همکارۍ ته اړتيا لري او پاکستان دې لړ کې خپل مسؤليت په پوره ذمه وارۍ سره ترسره کوي “ ددې پوښتنې په ځواب کې چې دپاکستان څخه داسې راپورونه شته چې ګنې پاکستان افغانستان کې دطالبانو دخاتمې په لړ کې خپل سياسي کردار ته ګوري دۀ وويل ” دا سمه ده مونږ يو ځل دهغو مرسته کړې وه ، ولې اوس خو طالبان داقتدار څخه لرې کړى شوي دي.
ځکه نو اوس مونږ دهغو سره هيڅ کار نۀ لرو کۀ چرې طالبان وسلې غورځوي او دسياسي عمل برخه جوړيږي لکه څنګه چې دګلبدين حکمتيار دحزب اسلامي پخوانيو غړو وکړل او سياسي بهير ته راګډ شول نو دا به دافغان اولس خپله پريکړه وي “.
مشاهد حسين دپاکستان څخه په زور دافغان کډوالو دبيرته ليږلو خيال رد کړو او وې ويل ” دا يو ښه خيال نۀ دى ځکه چې دکومو حالاتو له امله افغانانو خپل هيواد پريښى ؤ هاغه حالات په دغه جنګ ځپلي هيواد کې اوس هم شته .
دپاکستان دولت په بلوچستان ايالت کې ددې تورونو له امله دګډوالو ځينې کيمپونه تړلي وؤ چې دلته ميشت ځينې کډوال دورانکارۍ په فعاليتونو کې لاس لري ،افغان دولت دا خبره مني چې پاکستان دريو ميليونو څخه زياتو افغان کډوالو ته خپله خاوره کې ځاي ورکړى دى خو ددې ترڅنګ افغان دولت دخپل ګاونډې هيواد څخه دستونزو په هواري کې دنورې همکارۍ هيله هم کوي “.
قطبى وزيرستان ايجنسۍ کې قبايلو سره دترسره شوي حساس تړون په حقله دۀ وويل ” دا تړون په ډاګه کوي چې پښتنه ټولنه يوه جمهوري ټولنه ده او دغلته دټولو کشالو په هواري کې دجرګو پريکړې مهم رول لري. ددې تړون تر مخه دشکمنو اورپکو دپاره دا لاره وتړل شوه چې دوى دې په سيمه کې دخپلې خوښې فعاليتونه وکړي. “ مشاهد حسين په امريکا ټينګار وکړو چې په ايران دحملې څخه ډډه وکړي.
ولې چې په ايران حمله به ټوله سيمه دخپل اغيز لاندې راوړي. دۀ واضحه کړه چې دامريکا له خوا په ايران حملې سره فرقه ييزه او بنسټ پال قوتونه په پاکستان او بنګله ديش کې راتلونکو ټولټاکنو کې سياسي واک ترلاسه کولى شي ځکه چې دلته داسلامي بنسټ پالو او عسکريت خوښو تنظيمونو ريښې خورا مضبوطې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG