لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوميالي هنرمند خيال محمد په امريکا کې کنسرت ورکړو


دماساچيوسټ په اندور سيمه کې دروان کال د ٢٠٠٧ د جنورئ څوارلسمه نيټه دپښتنې ټولنې دپاره يوه ډيره مهمه ورځ وه.
ځکه چې په دغه ورځ دلته ديو ستر پښتون هنرمند خيال محمد لخوا خپلو مينه والو ته کنسرت ورکول کيدو. دکنسرت تابيا دانورحاکم، ميرمن نيلم فاروق او ډاکتر جميله خليل په ګډو هڅو شوې وه.
دا کسان دنوى فعال کړى شوي تنظيم سرخيلان دي چې ورته نيوانګلينډ پښتون ايسوسى ايشن ( اين اي پي اى) وئيل کيږى په دې کنسرت کښې دټول نيوانګلينډ ، نيويارک، واشنګټن ډي سي او حتى چې دکيلي فورنيا څخه هم دپښتو موسيقۍ مينه والو ګډون وکړو.
دخيال محمد په يوه يوه سندره کنسرت کې برخه لرونکو کسانو دزياتې خوښې څرګندونه وکړه او ګډون والو نارينه ؤ ، زنانه ؤ ، ماشومانو او زلمو ترې پوره پوره خوند واخستو.
خيال محمد پښتنو کې يو ځلانده مقام او ښکاره نامه لرى او په ښو خدماتو ورته دپاکستان حکومت دغوره کارکردګۍ مډال (تمغه حسن کارکردګى) ورپيرزو کړې ده او ددې ترڅنګ يې بې شميره قامي ايوارډونه هم ګټلي دي.
ددۀ موسيقي دخپل روايتي طرز اوسُر په وجه پاکستان او افغانستان کې زياته خوښولى شي.
ددۀ کنسرت په نيوانګلينډ کې وړمبى دپښتو کنسرت ؤ ،هسې خو دۀ دټولې اروپا دوره کړې ده خو امريکا کې دا ددۀ وړومبى ځل ؤ چې کنسرت ئې ورکړو دامريکې پحقله ديوې پوښتنې په ځواب کې دۀ وويل چې ماته امريکا کې څومره زياته مينه او قدر راکړل شو، نو ما داسې وګڼله لکه چې زۀ پخپل وطن کې دخپلو خلقو په منځ کې يم او هغوي راباندې پيرزوينې کوي


11111111111111.

XS
SM
MD
LG