لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جمهور رئیس انتخاب به په شپږم اکتوبر کيږي، انتخابي جدول جاري


د پاکستان انتخابي کميشن د جمهور رئیس انتخاب لپاره د انتخابي جدول جاري کړو . ددې ترمخه به په شپږم اکتوبر په هیواد کې د جمهور رئیس انتخاب کيږي .
نن د جاري کړى شوي جدول ترمخه انتخاب به په شپږم اکتوبر کيږي ددې لپاره به د نامزدگۍ کاغذونه په اوويشتم ستمبر وصولولى شي چې کره کتنه به ئې په ٢٩ ستمبر کيږي.
په ١ اکتوبر د ورځې دولسو بجو پورې به د نامزدګۍ کاغذونه واپس اخستل کيداى شي او هم په دغه ورځ به حتمي فهرست ځوړندولى شي.
جمهور رئیس انتخاب دپاره به رايې اچونه په شپږم اکتوبر کيږي چې پکښې به د سينټ قومي اسمبلۍ او څلورو صوبائي اسمبليوغړي د خپل ووټ په ذريعه جمهور رئیس منتخب کوي.
بلخوا د جمهور رئیس د انتخاب د په جدول دَ مخالفو ګوندونو مشرانو سخت عکس العمل ښودلى دى.
د مسلم ليګ (ن) چئيرمين راجه ظفرالحق ووئيل چې د جمهور رئیس انتخابی جدول غير ائيني دى ولې چې دا معامله تراوسه سپريم کورټ کې ده.
د پاکستان پيپلزپارټۍ ترجمان فرحت الله بابر ووئيل چې د جمهوررئیس انتخاب لپاره د جدول په اعلان مونږ مايوسه شوي يو ولې چې پي پي پي هيله لره چې جنرل پرويزمشرف به د وردۍ کوزولو نه وروسته جمهور رئیس انتخاب کې برخه اخلي خو ولې داسې ونۀ شول.
دۀ ګواښ وکړو چې کۀ چرې پرويزمشرف په وردۍ کې د جمهور رئیس انتخاب دپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړل نو اى آر ډي سره به د استعفى ګانو ورکولو پرته بله هيڅ چاره نۀ وي.
د متحده مجلس عمل مشر قاضي حسين احمد ووئيل چې په ائيني توګه واضحه دلائل موجود دي چې صدرمشرف په وردۍ کې يا د وردۍ نه بغير جمهور رئیس کاندید نۀ شي کيداى.
هم دغه شان د تحريک انصاف مشر عمران خان وايي چې ترڅو عدالت د جنرل پرويزمشرف د سرنوشت په حقله فيصله نۀ وي کړي تر هغې جمهور رئیس انتخاب لپاره جدول جاري کول غير ائيني او غير قانوني عمل دى.
د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديارولي خان ويلي دي چې د جمهور رئیس د انتخابی جدول څخه وروسته پارلمان څخه د استعفى ګانو فيصله به د اى پي ډي ايم د فورم څخه کولى شي.

XS
SM
MD
LG