لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بیا په جمهور رئیس نه جوړیدوبه پو ځي یونیفارم نه لري کوم: جنرال پرویز مشرف


پاکستان ستر څارنوال ملک محمد قیوم ستری محکمي ته ویلي دي که چیري جنرال پرویز مشرف بیا جمهور رئیس جوړ نه شي نو هغه به پو ځي یونیفارم نه لري کوي.
پاکستان ستر څرنوال ملک محمد قیوم نن دا بیان ستري محکمي کي د جنرال پرویز مشرف د دوو څوکیو دَ قضیي اورونی په وخت ورکړي دی.
مخالف گوندونو د جنرال پرویز مشرف یو ځل بیا پینځو کالو لپاره جمهور رئیس کاندید جوړیدو د قانون سره سموالی چېنلج کړی دی.
جنرال پرویز مشرف ویلي دي که یو ځل بیا جمهور رئیس وټاکل شي نو خپله پوځي څوکۍ به پریږدي.
تیره ورځ امریکی حکومت پاکستان کې د مخالف گوندونو مشرانو په نیولو باندی اندیښنه ښودلی وه.
امریکي د بهرنیو چارو وزیري میرمن کونډولیزارائیس د مخالف سیاسي گوندونو مشرانود نیولو عمل دخفگان او دفکر وړ خبره گرځولی دي. او ویلي دي چې واشنگټن خپلي اندیښنی پاکستان حکومت ته په ډاگه کړی دي.

XS
SM
MD
LG