لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکه پاکستان کې د مخالفو سیاسي گوندونو مشرانو په نیولو اندیښمنه ده


امریکه پاکستان کې جمهور رئیس انتخاب په وخت د حکومت مخالف سیاسي گوندونو مشرانو نیولو باندی اندیښنه ښودلی ده.
اسلام آباد کې د امریکی د سفارت لخوا خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د مخالف سیاسي گوندونو مشرانود نیولو عمل د پاکستان ملگروهیوادو لپاره دخفگان او دفکر وړخبره ده.
بیان کې وینا شوي مشران دی په سمدستي توگه پریښودل شی. پاکستان کې پولیسوحکومت مخالف سیاسي گوندونو مشران نیولي دي. حکومت مخالف سیاسی گوندونو دړکه ورکړی ده چې دوی به جنرال پرویز مشرف بیا د جمهور رئیس جوړیدو لاره نیسي.
چارواکو ویلی دی چې دوی ته د مامورینو لخوا امر شوي دی چې مخالفو سیاسي گوندونو مشران دی ونیسي. جنرال پرویزمشرف یوځل بیا د هیواد جمهور رئیس جوړیدو هڅی کوي.
خو مخالف سیاسي گوندونو د هغه د گام د هیواد اساسي قانون پرضد بولي او اور باندي نیوکي کوي. د نیولو لپاره په نښه شوي مشرانو کې د مسلم لیگ نوازشریف اودمذهبی ډالو ایتلاف مشران شامل دی.
دپولیسو یوه جگپوړي چارواکې خبریالانو ته ویلی چې دوی دغه نیونې د عامه نظم د ساتنې په موخه کړې دي.
هغه زیتوي نیول شوي کسانو د ستره محکمه په کار کې خنډ اچولو. په نیول شویو کسانو کې د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند مشر جاوید هاشمي او د جمیت علماء اسلام حافظ حسین احمد هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG