لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال پرويز مشرف دجمهوررئیسۍ انتخاب لپاره دنامزدګۍ کاغذونه جمع کړل


جنرال پرويز مشرف ، دسندهـ هائيکورټ پخواني ستر قاضي وجيهه الدين احمد اؤ دپاکستان پيپلز گوند مشر مخدوم امين فهيم نن په پاکستان کې په شږم اکتوبر دجمهوري رياست دکيدونکي انتخاب لپاره دخپلې نامزدګۍ کاغذونه دانتخابي کیمیسون مشر جسټس ريټائرډ قاضي محمدفاروق سره دانتخابي کیميسون په دفتر کې جمع کړل.
په دې موقع سخت امنيتي ګامونه اخستل شوي وؤ اؤ اسلام اباد ته تلونکې ټولې لارې په کنټينرونو، ټرکونو اؤ نورو خنډانو تړل شوې وې. شاهراه دستور چرته چې دانتخابي کیمیسون دفتر دى داسې ښکاريده لکه چې په دغه سيمه کې کرفيو لګول شوي وي.
ولې چې دغه سړک بيخي شاړ پروت ؤ.
دجنرال مشرف لخوا دکاغذونو جمع کولو په وخت شخصي ميډيا ته دکوريج کولو اجازه ورنۀ کړى شوه خو ولې کله چې مخدوم امين فهيم اؤ وجيهه الدين احمد دخپلې نامزدګۍ کاغذونه جمع کولو نو په دغه موقع شخصي ميډيا کوريج ته پريښودل شوه.
دجنرال پرويز مشرف له اړخه ١٧ دنامزدګۍ کاغذونه جمع کړى شول. دغه کاغذونه صدراعظم شوکت عزيز، دمسلم ليګ صدر چوهدري شجاعت حسين، مشاهد حسين سيد، افتاب احمدخان شيرپاؤ ، شيخ رشيد احمد، راؤسکندراقبال ، ددريوؤ صوبو اعلي وزيرانو اؤ داسمبلۍ نورو غړو جمع کړل.
دانتخابي کیمیسون مشر جسټس ريټائرډ محمدفاروق پخپل دفتر کې دنامزدګۍ کاغذونه وصول کړل. دجنرال پرویز مشرف دنامزدګۍ دکاغذونو جمع کولو دپاره دصدراعظم شوکت عزيز په مشرۍ کې دوفاقي وزيرانو، دصوبايي او قومي اسمبلۍ دغړو، ددريو صوبو داعلي وزيرانو اؤ دمسلم ليګي مشرانو يوه لويه ډله دجلوس په شکل کې په شاهراه دستور د انتخابي کیمیسون ستر دفتر ته ورغله او دغلته يې اليکشن کمشنر ته جمهوررئیس دټاکنې کاغذونه وسپارل.
په دې موقع دژورنالستانو سره خبرو کې صدراعظم شوکت عزيز وويل چې مونږ سره دجنرال پرويز مشرف دټاکنې دپاره دووټرانو شمير پوره دى اؤ هيله لرو چې پرويز مشرف به يو ځل بيا د هیواد جمهور رئیس وټاکل شي.
دجنرال پرويز مشرف دنامزدګۍ دکاغذونو جمع کولو وروسته په دوهم پړاؤ کې دوکيلانو دورورولۍ کاندید جسټس ريټائرډ وجيهه الدين چاته چې دمخالفو سياسي ګوندونو مرسته هم حاصله ده خپل کاغذونه دانتخابي کیمیسون په د فتر کې په داسې حال کې جمع کړل چې دوکيلانو داتحاديې رئيس منير اى ملک او نور قانوني مشران هم موجود وؤ.
په دريم اؤ وروستي پړاؤ کې دپاکستان پيپلز گوند کاندید مخدوم امين فهيم دپارټۍ ديو شمير مشرانو سره داليکشن کميشن دفتر ته ورغلى او دغلته يې خپل کاغذونه وسپارل .
دنامزدګۍ دکاغذونو جمع کولو په وخت دومره کلک امنيتي انتظامات نيول شوي وؤ چې اسلام اباد ته تلونکې زياتره لارې په مکمل ډول تړل شوې وې اؤ دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري ددغو لارو دتړل کيدو پخپله دنوټس اخستو په ترڅ کې پرون داسلام اباد اؤ پينډۍ دپوليسو اؤ انتظاميې لوړپوړي مشران عدالت ته راوغوښتل او ددوي څخه يې دلارو دتړلو پوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG