لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال پرويز مشرف پوځي وردۍ کې انتخاباتو کې برخه اخستى شي:ستره محکمه


دپاکستان سترې محکمې جنرال پرويز مشرف ددوؤ عهدو په ضد په ائيني درخواستونو دمختصرې فيصلې اورولو په وخت دغه درخواستونه ناقابل سماعت ګرځولي اؤ دا يې مسترد کړي دي .
چې ددې څخه وروسته جنرال پرويز مشرف په خلاص مټ جمهوررئیس ټولټاکنو کې برخه اخستى شي . دبينچ په نهو کې شپږو غړو ددرخواستونو مسترد کولو په حق کې فيصله ورکړه .
ولې دبينچ مشر ښاغلي جسټس بهګوان داس ، ښاغلي جسټس سردار محمدرضا خان اؤ ښاغلي جسټس شاکرالله جان اختلافى نوټ وليکلو.
دعدالت لخوا دفيصلې اورول کيدو وروسته دسپريم کورټ دودانۍ مخې ته راغونډو شوؤ وکيلانو اؤ سياسي کارکنانو سخته نعره بازي وکړه اؤ د سترې محکمې په دغه فيصله يې دناخوښۍ څرګندونه وکړه.
د ائيني درخواستونو سماعت دجسټس رانابهګوان داس په مشرۍ کې نهه کسيز لارجر بينچ وکړو.
نن دسماعت په وخت عدالتي معاون عبدالحفيظ پيرزاده دلائل مکمل کړل. له دې پرته ددرخواست ورکوونکو دوکيلانو له اړخه ځوابونه هم ورکړل شول عبدالحفيظ پيرزاده ددلائلو ورکولو په وخت وويل چې نظريه ضرورت اوس هم موجود ده اؤ سترې محکمې کوم اعلي سرکاري شخصيت ته استثنى ورکولى شي .
دۀ وويل چې کۀ عدالت اوولسم ائيني ترميم ختم کړو نو موجوده نظام به تس نس شي. عبدالحيظ پيرزاده وويل چې دټولټاکنو څخه وروستو داولسمشر ټاکنه نۀ شي چيلنج کيدى .
ده زياته کړه چې دپينځلسم اکتوبر څخه وروستو چې هر څوک جمهوررئیس وي هغه به فوځي نۀ بلکې ملکي به وي.
دجماعت اسلامي وکيل اکرم شيخ ايډوکيټ پخپلو دلائلو کې وويل چې جمهوررئیس ته وردي اغوستې اجازه هم عدالت وکړي ده او اوس دعدالت فرض جوړيږي چې د جمهوررئیس څخه دغه وردي کوزه کړي.
دعمران خان وکيل حامد خان اؤ دلائرز فورم اى کى ډوګر هم عدالت ته خپل دلائل وړاندې کړل.
دجسټس رانا بهګوان داس په مشرۍ کې دسپريم کورټ نهه کسيز بينچ په ښاغلي جسټس جاويد اقبال، ښاغلي جسټس عبدالحميد ډوګر، ښاغلي جسټس سردار محمد رضا خان ، ښاغلي جسټس محمدنواز عباسي ، ښاغلي جسټس فقير محمدکهوکهر،ښاغلي جسټس فلک شير، ښاغلي جسټس ميا شاکرالله جان اؤ ښاغلي جسټس ايم جاويد بټر مشتمل وؤ.

XS
SM
MD
LG