لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مخالف پارلماني غړو استعفاوې ورکړې


د پاکستان د قامې او دريو صوبایي اسمبليو څخه د مخالفو ګوندونو د ائتلاف (APDM) غړو د اسمبليو د غړيتوب څخه استعفا ګانې ورکړې.
دَ مخالف پیپلز گوند غړودَ استفا نه ډډه کړی ده. داسي رپوټونه دي چې پیپلز گوند او جنرال مشرف ترمنځ پټ جوړجاړی شوی دی. په اسلام آباد کې نن کابینې دَ بینظیر بوټوپرضد دَ بډو رشوتونودَ تورونه ختمولوفیصله کړې ده.
يوازې د سرحد اسمبلۍ څخه د مخالفو ګوندونو لخوا استعفا ګانې ورنۀ کړى شوې او ددې لپاره د اى پي ډي ايم غړو چې پکې متحده مجلس عمل، عوامي نيشنل ګوند او مسلم ليګ (ن) شامل دي پرون په يو اجلاس کې دا دليل وړاندې کړى ؤ چې د مسلم ليګ (ق) لخوا د وزيراعلى اکرم خان دراني په ضد د بې باورۍ تحريک د ناکامولو دپاره به د صوبایي اسمبلۍ څخه استعفى ګانې نۀ ورکوي.
بلکې دبې باورۍ دتحريک وړاندې کولو وروسته به ګورنر ته دصوبايي اسمبلۍ دختمولو وړانديز کولى شي . د اى پي ډي ايم د قامي اسمبلۍ غړو خپلې استعفا ګانې د قامي اسمبلۍ سپيکر چوهدري اميرحسين ته وړاندې کړي دي. ..
نن د يو لوئې جلوس په شکل کې د مخالفو ډلو مشران پارلمان ته رسيدل چې په دې کې قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر مولانافضل الرحمان، د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان، د تحريک انصاف مشر عمران خان، دمسلم ليګ(ن) جاويدهاشمي، راجه نادرپرويز، تحمينه دولتانه او نور مهم مشران شامل وو
.کله چې دغه مشران پارليمان ته رسيدل نو تر ټولو وړومبى د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان خپله استعفا د قامي اسمبلۍ سپيکر ته وړاندې کړه.
دې نه وروسته قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د مجلس عمل د غړو اؤ د مسلم ليګ (ن) مشر مخدوم جاويدهاشمي د مسلم ليګ (ن) د غړو استعفاوې سپيکر چوهدري اميرحسين ته وسپارلې.
په مستعفي شوؤ کې د متحده مجلس عمل دوه شپيتۀ، د مسلم ليګ (ن) شل، د تحريک انصاف، پښتونخواملي عوامي پارټۍ اوجميعت علماء پاکستان د قومى اسمبلۍ يو يو غړى شامل دى.
ددې ترڅنګ د مسلم ليګ (ق) دوؤ ښځينه غړو سائره طارق او شهزادي عمرزادي هم دګوندي اختلافاتو له امله د اسمبلۍ د غړيتوب څخه استعفا ګانې ورکړې...

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG