لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزیراعلی اکرام خان دراني پرضد دَبې باورۍ تحریک وړاندې شو


دَ صوبه سرحد په اسمبلۍکې دَ جنرال مشرف دَپلویانو لخوا دَ ښاغلي دراني پرضد دَ بې باورۍ تحریک وړاندې کیدو له امله دَ اسملۍ دَماتولومخه ونیول شوه.
دَ بې باورۍ تحریک باندې به دَ جمهوررئسۍ دَټاکنو وروسته، دَ اکتوبر په اتمه نیټه شمیره کیږي.
دا گام به دَ جنرال مشرف پلویانوته دَهغه په حق کې دَ اکتوبر شپږمه نیټه دَ رایو اچولو چانس ورکړي.
په صوبه سرحد کې دَ مذهبي گوندونو ایتلاف متحده مجلس عمل، حکومت کوي.
دغه ایتلاف دَ جنرال مشرف په ېونیفارم کې دَ جمهوررئیس جوړیدو مخالفت کوي خو سیاسي څیړونکي وایي ایتلاف دَ پردې شا ته دَجنرال مشرف ملگرتیا کوي. او نه غواړي چې اسمبلي ماته کړي.

XS
SM
MD
LG