لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرویز مشرف سره د واک اختیار د شریکولو خبری اتری په مکمله توگه اودریدلي دي: بینظیربوټو


دَ پاکستان پخوانې صدراعظمې او د پیپلز گوند مشرې میرمن بینظیربوټو ویلي دي چې جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف سره د واک اختیار د شریکولو خبرې اترې په مکمله توگه اودریدلي دي.
میرمن بینظیربوټو په لندن کې په یو بیان کې هغه رپوټونه غلط گرزولي چې د واک اختیار د تړون لاندې دَ هغي پرضد دَ بډو رشوتونوتورونه ختم کړې شوي دي.
میرمن بینظیربوټو وویل هغه پاکستان پوځي حکومت نه جمهوریت ته بوتلل غوړي.
او خبرداری یي ورکړی که چرې خبرې اترې هم دهغه شان اودریدلې وې نو په پاکستان کې تشدد نه ډک ا‏حتجاج راپاریدی شي
میرمن بوټو د جنرال پرویز مشرف نه د پوځي څوکۍ د پریښودو غوښتنه هم وکړه. ښاغلي جنرال پرویز مشرف ویلي دی چې جمهور رئیس جوړیدو وروسته به د پوځ مشري پریږدي.

XS
SM
MD
LG