لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرویز مشرف سره د واک اختیار شریکولو کې جوړ جاړی شوی دی: بینظیربوټو


دَ پاکستان پخوانۍ صدراعظمې او د پیپلز گوند مشرې ویلي دي چې جنرال پرویز مشرف سره د واک اختیار پر سر جوړ جاړی شویدی.
او د چې دَ قامي مفاهمت قانون لاندې به دَ اسمبلو نه استعفاوې نه ورکوي. میرمن بینظیربوټو په لندن کې یو خبري کانفرنس ته دوینا په وخت اوویل چې حکومت سره دَ دوي خبرې اترې سر ته رسېدلي خو زیاته یي کړه چې دوي اوس هم ددغه لوظنامي یا جوړجاړي لیکلي کاغذ ته انتظار کوي.
بینظیربوټو اوویل هغه طمع لري چې حکومت به ډیر زر د قامي مفاهمت یا جوړجاړې یو قانون مخې ته راوړي.
خو زیاته یي کړه معلومه نه ده چې آخري منټ پوری څه کیږي.
نومړې اوویل که چرې دحکومت سره جوړجاړی اوشو نه دوي به د اسمبلو څخه استفعا نه ورکوي.
هغېی زیاته کړه چې دوي د جنرال مشرف جمهور رئیسۍ ټاکنو ته قانونی شکل نه ورکوي ځکه چې ددوي گوند جنرال مشرف ته ووټ نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG