لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسرحد اسمبلۍ ٣٦; غړو استعفاوې ورکړې، دجمعيت علماء اسلام لخوا استعفا ګانو ورکولو څخه انکار


وروسته له هغې چې دصوبه سرحد دايم ايم اى حکومت دمخالفو ګوندونو دکاميابې ستراتيژۍ په نتيجه کې دصوبايي اسمبلۍ په ماتولو ونۀ توانيدو نن په داسې حال کې دسرحد اسمبلۍ 36 غړو داسمبلۍ دغړي توب څخه استعفا ګانې ورکړې چې جمهور رئیسې انتخاب ته فقط يوه ورځ پاتې ده .
نن چې دسرحد اسمبلۍ کومو غړو خپلې استعفا ګانې جمع کړې دهغوي تعلق دجماعت اسلامي، مسلم ليګ(ق) اؤ عوامي نيشنل ګوند سره دى . دسرحددقانون دوزير ملک ظفراعظم وينا ده چې دجمعيت علماء اسلام (ف) غړي به استعفا ګاني نۀ ورکوي بلکې په اتم اکتوبر به اسمبلي ماتولى شي.
نن چې کله دسرحد اسمبلۍ غونډه شروع شوه نو په دې مهال دجماعت اسلامي ٢٤ ، داى اين پي ٨ اؤ دمسلم ليګ(ن) ٤ غړو خپلې استعفي ګانې وړاندې کړې . دجماعت اسلامي دغړو استعفي ګانې صوبايي امير سراج الحق اؤ دمسلم ليګ (ن) استعفا ګانې په صوبايي اسمبلۍ کې ددغه ګوند پارليماني مشر انور کمال خان مروت سپيکر بخت جهان خان سره جمع کړې.
داسمبلۍ دغونډې شروع کيدو څخه وروسته چې کله داى اين پي غړو ايوان کې تقريرونه وکړل نو له هغې وروسته يې خپلې استعفا ګانې دسرحد اسمبلۍ سپيکر ته وسپارلې.
دا په داسې حال کې ده چې دجماعت اسلامي دوه غړي سپيکر بخت جهان خان اؤ راجه فيصل زمان دخپل ګوند د٢٤ غړ و دمستعفي کيدوباوجود هم استعفا ورکولو ته راوړاندې نۀ شول.
اؤ دقانون صوبايي وزير ملک ظفراعظم په ډاګه وويل چې جمعيت علماء اسلام (ف) به استعفا ګانې نۀ ورکوي. بلکې په اتم اکتوبر به داسمبلۍ ماتولو اقدام کوي.

XS
SM
MD
LG