لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال پرويز مشرف دپينځوؤ کالو لپاره بيا جمهوررئيس وټاکل شو


دغير رسمي نتيجو ترمخه دپاکستان جمهوررئیس جنرل پرويز مشرف د 671 ووټونو په اخستو سره په دروند اکثريت سره دراتلونکيو نورو پينځوؤ کالو دپاره دپاکستان ديارلسم جمهوررئیس وټاکل شو.
ددۀ مخالف اميدوار جسټس (ر) وجيهه الدين احمد 8 ووټونه واخستل.
دسپريم کورټ دفيصلې له امله به دجمهور رئیس مشرف دبرياليتوب رسمي اعلاميه داوولسم اکتوبر څخه وړاندې نۀ جاري کيږي.
دپارليمنټ هاؤس دقامي اسمبلۍ هال کې قائم شوي پولنګ پولو کې دپارلمان ټولو 257 غړو ووټونه واچول، دسينيټ 58 اؤ دقامي اسمبلۍ 199 غړو رائې ورکړه دچيف اليکشن کمشنر جسټس(ر) قاضي محمدفاروق مطابق جنرل پرويز مشرف 252 اؤ جسټس وجيهه الدين دوه ووټونه واخستل او 3 ووټونه رد شول .
دا شان پنجاب اسمبلۍ کې ټول 257 ووټونه واچول شول چې پکې جنرل مشرف 253 ، جسټس (ر) وجيهه الدين 3 ووټونه واخستل 1 ووټ رد شو.
سرحد اسمبلۍ کې ټول 34 ووټونه واچول شول چې پکې جنرال مشرف 31 او جسټس ريټائرډ وجيهه الدين 1وووټ واخستو 2 ووټونه رد شول.
بلوچستان اسمبلۍ کې 33 ووټونه واچول شول چې ټول جنرال مشرف واخستل.
سندهـ اسمبلۍ کې ټول 104 ووټونه واچول شول چې په دې کې جمهور رئیس جنرال مشرف 102 اؤ وجيهه الدين احمد 2 ووټونه واخستل.
داشان صدر جنرل پرويز مشرف دڅلورو صوبائي اسمبليو څخه 419 اؤ دپارليمان څخه 252 ووټونه واخستل. دۀ ته دساده اکثريت دپاره 352 ووټونه پکار وؤ خو دۀ 671 ووټونه واخستل اؤ دملک ديارلسم اولسمشر وټاکل شو.
دمخالفې ډلې څلورو پارليماني غړو هم جنرال مشرف ته خپلې رائې ورکړې .
دائيني فارمولې دلاندې جمهور رئیس دپنجاب نه 44 ، دسندهـ څخه 39، دبلوچستان څخه 33 اؤ دسرحد څخه 8 ووټونه واخستل. ووټونه لس بجې شروع شول اؤ دڅه دمې نه بغير ماسپښين دريو بجو پورې جاري وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG