لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دَ بمباریو وروسته شمالي وزیرستان ویران شوی دی


دَ افغانستان پولې ته نزدې دَ پاکستان په شمالي وزیرستان قبائلي سیمه کې تېرو څو ورځو کې د پاکستان دَ پوځ هوائي بریدونوکې دَ مړو شوو کسانودَ جنازې مراسم نن تر سره شول.
دَ پاکستان پوځي چاواکي وایي چې په شمالي وزیرستان کې هوائي بریدونو کې دواو سوو نه زیات طالب پلوه او دَ القاعده شبکې سره تعلق لرونکي جنگیالي وژلي دي.
پوځي چارواکو تر مخه دَ اننښتې هغه وخت پیل شوي کله چې جنگیالودَ خالي په ورځ میرعلی ښار گوټې کې دَ پوځ کاروان باندې برید اوکړو.
په دغو ننښتو کې دَ پاکستان پوځ ٥٠ نه زیات پوځیان هم وژل شوي دي.
د تشدد له کبله د سیمې ډیرو خلکو خپل ځان خوندي کولو لپاره کډې کړي دي.
دَ سیمې اوسیدونکي وائي چې هوائي بریدونو کې دَ دوي کورونو ته سخت زیان راسیدلی دی او ډیر اولسي وگړي مړه شوي دي او ډیر پکې ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG