لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمس الملک دسرحد دموقتي وزيراعلى په توګه سوګندپورته کړو


شمس الملک ته نن دصوبه سرحد دموقتي وزيراعلى په توګه سوګند ورکړل شو. نوموړی یو لانجمن شخصیت گڼل کیږي.
شمس الملک تل دَ لانجمن کالا باغ ‏(‎ډیم‏)‎ بند جوړولو ملاتړ کړی دی.
دَ پاکستان درې صوبې د دغه ډیم مخالفت کوي.
په شمس الملک دا تور دی چې دی په صوبه سرحد کې دَ پنجاب په گټه سیاست کوي.
دَ شمس الملک دَ صوبې موقتي وزیراعلی جوړولو باندې د مذهبې گوندونو ایتلاف ایم ایم ای او یو شمیر نورو سیاسې گوندونو نیوکې کړې دي او احتجاجي غونډی هم شوي دي.
دسوګند دستوره دپيښور په ګورنر هاؤس کې ترسره شوه. چې پکې دصوبې چيف سکتر رياض نور، دايف سي ائي جي ملک نويد، دسرحد اسمبلۍ پخواني سپيکر بخت جهان خان، دبين الصوبائي رابطې وفاقي وزير سليم سيف الله ، اعلى سرکاري اؤ ملکي مشرانو اؤ دژند دمختلفو څانګو سره تعلق لرونکو شخصياتو برخه واخسته .دسرحد ګورنر على محمدجان اورکزي نګران وزيراعلی شمس الملک ته ددۀ دعهدې سوګند ورکړو. ښاغلې شمس الملک دَ پاکستان دَ واپډا یا دَ بریښنا پخوانې رئیس او د صوبه سرحد وزیر هم پاتې شوې دی. شمس الملک په مجموعي توګه دصوبه سرحد اوولسم اؤ څلورم موقتي وزيراعلى دى.
له دې وړاندې جنرل فضل الحق، مفتى عباس اؤ راجه سکندر زمان دسرحد موقت اعلى وزيران پاتې شوى دي.
دوزيراعلى په توګه دسوګند اخستو وروسته رسنيو سره په خبرو کښې ښاغلي شمس الملک وويل چې دَ کلا با‏غ ‏(‎ډیم‏) بند په موضو‏ع اوس خبره نه کوي.‎‎ دى به هڅه وکړي چې په لمړي پړاؤ کې په سرحد کې ازادانه ، منصفانه اؤ صفا سوتره انتخابات ترسره کړي. دۀ وويل چې دموقت وزيراعلى په توګه به دخپلې صوبې دګټو پوره پوره خيال ساتم اؤ ديو والى دفضاء رامينځته کولو دپاره به کوټلى کوششونه کووم.

XS
SM
MD
LG