لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې یوولس کسیزه بنچ  مشر قاضي ته دَ فل کورټ جوړولو سپارښت


دَ پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ یوولس کسیزه بنچ مشر قاضی افتخار محمد چوهدری ته دَ جنرال پرو ېز مشرف داليکشن کميسيون له اړخه دجمهوررئيس دکانديد په توګه داهل ګرځولو پر ضد آئیني خواستونو اورونی لپاره دَ سپریم کورټ دَ ټولو قاضیانو یا فل کورټ جوړولو سپارښت کړی.
او دَ مشر قاضی دَ پریکړه راتلو پوری یې دَ قضیې اورونه ځنډولي.
بلخوا لويې څارنوال ملک محمدقيوم ويلي دي چې کۀ چرې فل کورټ وټاکل شو نو مونږ دسترې محکمې په څلورو قاضيانو اعتراض کولى شو.
نن دَ قضیي دَ اورونی په محال دَ جسټس ریټائرډ وجیهه الدین وکیل حامدخان دَ محکمی نه دَ فل کورټ دَ جوړولو خواست وکړو.
ښاغلي حامدخان په خپلو دلیلونو کې وویل چې ټول هيواد دا مهال ديو نازک دور څخه تيريږي ځکه نو ددې دوسيې دڅيړلو دپاره دې فل کورټ وټاکل شي.
دسترې محکمې يوولس کسيزه څانګه دقاضي جاويد اقبال پر مشرۍ دجمهوررئيس جنرال پرويز مشرف دجمهوري رياست دکانديد پر توګه داهل ګرځول کيدو پر ضد محکمه کې د جمع کړى شوؤ خواستونو څيړونه کوي دا خواستونه متقاعد قاضي وجيهه الدين احمد او مخدوم امين فهيم جمع کړي دي.
له دې وړاندې سترې محکمې دجمهوري رياست دټولټاکنو ايسارولو دپاره امتناعي حکم جاري کولو څخه انکار کړے ؤ خو ولې دلنډې پريکړې په لار يې دجمهوري رياست دټولټاکنو نتيجه دائيني خواستونو دڅيړل کيدو تر پريکړې ايسار کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په شپږم اکتوبر پاکستان کې ترسره شوؤ دجمهوري رياست ټولټاکنه کښې جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف پر دروند اکثريت سره برياليتوب ترلاسه کړى دى خو ولې دسترې محکمې د حکم ترمخه اليکشن کميسيون په رسمي ډول دجنرال پرويز مشرف دبرياليتوب اعلاميه نۀ ده جاري کړې.
جنرال پرويز مشرف سترې محکمې ته باور ورکړى دى چې دجمهوررئيس په توګه له ټاکل کيدو وروسته به دى دپوځ د سرلښکر دمنصب څخه لاس په سر شي.

XS
SM
MD
LG