لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمس الملک: کالا باغ ډیم په اړه څه وایم نه- خو رېښتیا به وایم


شمس الملک تل دَ لانجمن کالاباغ ډیم ملاتړ کړی. دَ پاکستان درې صوبې دَ دغه دیم مخالفت کوي.
په صوبه سرحد کې شمس الملک یو متنازع شخصیت گڼل کیږي.
نوموړي نه چې وائس اف امریکا ډیوه ریډیو وپوښتل چې ایا دی اوس هم دَ کالاباغ ډیم ملاتړ کوي نو هغه وویل چې اوس په کالاباغ ډیم خبره کول نه غواړي خو مخکښې یې هم رېښتیا ویلي وو او بیا به هم رېښتیا وایي.
ښاغلي شمس الملک ویلي انتخابات به په خپل وخت کیږي.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره یوه ځانگړې مرکه کې نوموړي وویل چې ځینو سیمو لکه سوات اوبنو کې وضعه کړکیچنه ده. نوموړي زیاته کړه چې دَ سوات خلکو دَ سولې راوستلو لپاره دَ هر ډول حکومتي عمل سره ملگر تیا ښودې.
اخوا هم نن دَ سوات په سیمه کې نامعلومه کسانو دب پولیسو یو تن وژلی او یو ځایي تندلارې ډلې تحریک نفاذ شریعت محمدي په خلکو دَ عشر مالیه نافذ کړې ده.
دَ دغه تنظیم وسله وال ځایې پر ځایې په سړکونو گرځي. داسې ښکاري حکومت دغه سیمه کې بې وسه شوې ده.

XS
SM
MD
LG