لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دَ سوات بمي چاودنه کې دَ   30و نه زیات کسان وژل شوي دي


دَ پيښه دَ زیارت په ورځ کې پر کانجو روډ هغه وخت رامينځته شوه کله چې د امنيتي ځواکونو څخه ډک يو ټرک پر کانجو روډ نزدې دپوليسو مرکز ته روان ؤ. زیاتره وژل شوي کسان امنیتي ځواکونه دي.
دَ نهې په ورځ هم چکدرې کې څلور ځواکونه هغه وخت ژوبل شو کله چې جنگیالو دَ ځواکونو کاروان باندې ریموټ کټرول نه بمي چاودنې وکړې.
سوات سیمه کې تحریک نفاذ شریعت محمدي تندلارې ډله ډیره قوي ده او تیرې څه مودې راسې دَ حکومت پرضد عملیاتو کې بوخت دي.
دغه ډله افغانستان طالبانو سره هم نزدې اړیکې لري.
دَ چاؤدنه پر داسې حال کې شوې ده چې پرون په سوات کې ددوه نيمو زرو امنيتي ځواکونو دځايې پر ځايې کيدو څخه وروسته دطالب پلوه جنګياليو مشر مولانا فضل الله دحکومتي ځواکونو پر ضدد جنګ اعلان وکړو.
مولانا فضل الله وويل چې که حکومت ددوي په ضدعمليات پيل کړل نو دوی به يې کوټلى ځواب ورکوي. دپاکستاني چارواکو دوينا له مخې مولانا فضل الله دشپږو زرو وسله والو لښکر لري چې په دې کې درې نيمو سوؤ وسله والو څخه دشاهين په نوم يوه ځانګړې قطعه هم جوړه کړى شوې ده .
کومه چې دمولانا فضل الله په ساتنه معموره ده . دسوات سيمه کې دا وخت امنيتي وضعه کړکيچنه ده او سيمه ايزو خلکو دغلته دپوځ لخوا دعملياتو پيل کولو په ويرې خپل کاروبارونه تړلي دي سيمه کې دپوځ ، مليشې اؤ پوليس ځواکونه ګزمې کوي او هيلي کاپټرو هم پر ټول سوات کې الوتنې پيل کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG