لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ ښار کې ځان مرګي بريد، اووه کسان مړه


دَ پاکستان پنجاب ایالت کې شوي دغه ځان مرګي بريد يو پياده تلونکي کس د څارنوالۍ د څلور لارې ترڅنګ وکړو.
چې پکې تر لسو زيات کسان ژوبل شوي هم دي. پاکستانی چارواکي وائي دغه پیښه دَ پاکستان جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف دفتر څخه نزدې دَ پولیسو په یو چیک پوستې شوې ده.
د چاودنې څخه وروسته لس ژوبل کسان د پينډۍ فوځي روغتون ته رسؤل شوي دي.
پينډۍ ښار د پاکستان د پلازمينې اسلام اباد ترڅنګ پروت دى له دې امله په اسلام اباد کې هم دبريد څخه وروسته سخته ويره ترهه خوره شوه.
د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت وينا ده چې دا چاودنه ځان مرګي بريد ؤ.
له چاودنې وروسته د څارنوالۍ څلور لاري او د ايوب پارک خواؤشا سيمه پوليس پخپله ولقه کې واخسته او د پينډۍ ترڅنګ يې په اسلام اباد کې هم امنيتي تدبيرت سخت کړل.
دغه ځان مرګي بريد په داسې حال کې شوى دى چې د صوبه سرحد په سوات سيمه کې د طالب پلوه ځايي بنسټ پالو او امنيتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شروع دي چې پکې یو شمیر جنگیالي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
په پاکستان کې ځينې مبصرين د پينډۍ ځان مرګي بريد د سوات د پيښو عکس العمل هم ګرځوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG