لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات کړکيچ ختمولو لپاره د سولې جرګه


دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دامنيتي ځواکونو او ځايې طالبانو ترمينځ دپيدا شوي کړکيچ دختمولو لپاره په لومړي ځل دپاکستان دمختلفو سياسي او مذهبي ګوندونو مشران دکردار ترسره کولو لپاره ميدان ته راوتلي دي.
او پريکړه يې کړې ده چې سبا(چارشنبه) به دشخړې سوله ایز هواري لپاره دځايې دطالبانو مشر مولانا فضل الله دمرستيال سره خبرې اترې پيل کړي . دا په داسې حال کې ده چې دصوبه سرحد مواقتي وزيراعلى شمس الملک ویلي وو چې په سوات کې به ارو مرو دقانون واکمني ټينګوي.
دځايې طالبانو مشر مولانا فضل الله وياند مولانا سراج الدين ډيوه راډيو سره يوه رابطه کې دسياسي او مذهبي ګوندونو لخوا دکردار ترسره کولو هرکلى کړى دى او ويلي يې دي چې دوي چمتو يو دهرچاسره خبرې اترې وکړو.
خو په سيمه کې د شريعت دنفاذ او دمولانا صوفي محمد دخوشې کولو دغوښتنې څخه به تير نۀ شو. دسه شنبې په ورځ دچکدرې په مقام دمختلفو سياسي او مذهبي ګوندونو دامن يوه ګډه جرګه دجماعت اسلامي دصوبايي مشر سراج الحق پر مشرۍ وشوه چې پکې دجماعت اسلامي ، جماعت علماء اسلام ، پاکستان پيپلز ګوند (پارليمنټيرين) ، پاکستان مسلم ليګ(ن) ، پيپلز ګوند(شيرپاؤ)،عوامي نيشنل ګوند تحريک انصاف استازو او دسوات اولسي نمائندګانو برخه واخسته.
دَ جرگې مشر او دَ جماعت اسلامي دَ صوبه سرحد مشر سراج الحق ډیوه راډیو همکار افتخار حسین سره په یوه ځانگړي مرکه وویل چې دوارو ډلو ته امن پرځائ کولو لپاره دی جرگې ته اختیار ورکولل پکار دی. ښاغلي سراج الحق سره شوي دغه مرکه تاسو هم اوریدی شې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG