لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات سيمه  کې جگړه بيا توده شوه


دَ پاکستان صوبه سرحد سوات سیمه کې د دواو ورځو یو اړخیزه ډزبندۍ ورسته یوځل بیا دَ حکومتي ځواکونو او جنگیالو تر مینځ نښتې شوي دي.
په دغه نښتو دَ کې یو شمیر مرگ ژوبلې خبرونه راغلي دي. بلخوا په پېښورکې دَ صوبه سرحد مواقتي وزیراعلی شمس الملک په مشرۍ کې دَ سوات کړکیچ ختمولو لپاره جرگه شوې ده.
په سوات کانجو کې هم دَ ځايي مشرانو یو جرگه شوې چې پکې حکو مت نه غوښتنه شوې چې دَ سوات کړکیچ دې دَ خبرواترودَ لارهوارکړي شي.
سوات کې یو ځل بیا دَ نښتو پیل کیدو ورسته دَ سوات گڼ شمېر خلکو ځانونه خوندي کولو لپاره دَ سیمې نه کډې کړي دي.
دقامي اسمبلۍ دکورنيو چارو کميټۍ دپاکستان دولت ته په سوات کښې دبنسټ پالو دبغاوت چقولو او دطالبيت دمخنيوي لپاره دسختو ګامونو پورته کولو هدايت وکړو.
نن دچورلکو څخه امنيتي ځواکونو دمټې سيمې سره نزدې پر پير کلي ګولۍ ورولې.
دماښام ناوخته پورې چورلکې څخه ډزې روانې وې او کبل نومې کلى خلکو له دې ويرې خالي کړى دى چې دلته څه وخت هم په پراخه ډول امنيتي ځواکونه عمليات پيل کولى شي. سيمه کې داسې ګنګوسې هم خورې دي چې دولتي ځواکونه نن دشپې په کبل سيمه کې دعملياتو پيل کولو اراده لري ولې دپاکستان دکورنيو چارو دوزارت وينا ده چې سوات کې عمليات نۀ کيږي بلکې امنيتي ځواکونه دغلته دامنيت ټينګولو په موخه کارروايۍ کوي.
بلخوا دځايې طالبانو دمشر مولانا فضل الله وياند مولانا سراج الدين ډيوه راډيو ته په يوه مرکه کې وويل چې ددوی وسله وال کسان به تر هغې وسله ونۀ غورځوي ترڅو چې دولت په سيمه کې دشريعت دنافذولو اعلان نۀ وي کړى. مولانا سراج الدين تور ولګولو چې دمولانا فضل الله او دولت ترمينځ دخبرو اترو دناکامولو شاته افسر شاهي لاس لري.

XS
SM
MD
LG